مودي: د پاکستان د ژړا وخت دی، موږ د اټوم بمونو مور لرو

سيمه او نړۍ

مودي: د پاکستان د ژړا وخت دی، موږ د اټوم بمونو مور لرو

894

د هند لومړي وزیر په تازه څرګندونو کې یوه نوې ادعا کړې.
نرېندرا مودي یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، دوی د اټوم بمونو مور لري او (پاکستان) چې هر څه کولای شي ودې کړي.
وړاندې د غېر اټومي بمونو د مور نوم اخیستل کېده، خو دا لومړی ځل دی چې د اټوم بمونو د مور یاده کېږي.
د غېر اټومي بمونو مور په لومړي ځل دوه کاله وړاندې امریکا ننګرهار کې وکاروه.
مودي ویلي، د پاکستان د ژړا وار دی.
د هند او پاکستان تر منځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پاکستان ملاتړه وسله والې ډلې برید کې له څلوېښتو زیات هندي پوځیان ووژل شول.
هند د دې برید مسوول پاکستان وباله، خو پاکستان په کې لاس لرل رد کړل.
هند ځوابي برید کې د پاکستان بالاکوټ سیمه کې برید وکړ او لسګونو وسله والو د وژل کېدو ادعا یې وکړه چې پاکستان رد کړه.



اعلان