د قطر د غونډې د ځنډيدو په اړه پر ولسمشر غني توندي نيوکې شوې

افغانستان

د قطر د غونډې د ځنډيدو په اړه پر ولسمشر غني توندي نيوکې شوې

517

پرون ناوخته د دې غونډې د ځنډيدو اعلان وشو، چې په اړه يې ډول ډول غبرگونونه مخ ته راغلل.

اکثرو نادولتي کړيو پر اشرف غني د دې غونډې د سبوتاژ کولو تور پورې کړ .

له کله چې د ډاکټر غني لخوا نه حامدکرزي ته دې غونډې ته د نه تللو ويل شوي و، له هغه وروسته حامدکرزي بار بار ويل چې دا غونډه د افغانانو ترمنځ ده، بايد بلل شوي کسان پکې گډون وکړي، خو کله چې د ارگ لخوا د خپلې خوښې ليست اعلان شو، نو پخواني ولسمشر حامدکرزي په دې غونډه کې له گډونه په شا شو. همداراز،عطامحمدنور دې ليست ته دولتي ليست وويل اودې غونډي ته اکثرو بلل شويو څيرو د ارگ دغه اقدام د غونډې د سبوتاژ هڅه وبلله او نن د کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو هم له همدې امله پر ارگ توندې نيوکې کړې.

بل خوا د احتمالې غونډې کوربه د ”نړيوالو شخړو اوبشري مطالعاتو“ د مرکز مشر پروفيسر سلطان برکات هم د غونډې د تعطيل په اړه افسوس څرگندکړى او خپل ورستى ليست يې معياري او په دقت ترتيب شوى بللى.

خو ويل کيږي د دې غونډې د ځنډ په اړه امريکايي استازو د قطر له حکومته رسمي غوښتنه کړې وه او قطر حکومت د کوربه ادارې لخوا اجراشوي ټکټونه او ويزې بې اعتباره کړې وې.

طالب استازو هم د قطر حکومت ته خبر ورکړى چې هيڅ داسې غونډه به ونه مني، چې ليستونه يې د افغان حکومت يابهرنيانو په فرمايش تيارشوي وي.



اعلان