د ولسمشر غني لرې کولو له پاره یوولس ټاکنیزو ډلو کار پېل کړی

افغانستان

د ولسمشر غني لرې کولو له پاره یوولس ټاکنیزو ډلو کار پېل کړی

1461

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یوولس ټاکنیزو ډلو د اوسني حکومت لرې کولو او یو موقت حکومت جوړولو له پاره مشورې پېل کړي دي.
دغو ډلو کې د حنیف اتمر، فرامرز تمنا، نورالحق علومي، حکیم تورسن، احمد ولي مسعود، رحمت الله نبیل او ځینې نورې ډلې شاملې دي.
د طلوع نیوز د رپوټ له مخې، دوی ویلي چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د حکومت قانونیت له منځه ځي.
دوی د یوه موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.
د اتمر د ډلې ویاند قادر شاه ویلي، دوی او یوولس نورو ډلو ته به د جوزا له لومړۍ وروسته دغه حکومت مشروعیت و نه لري.
د اساسي قانون له مخې، د ولسمشرۍ له ټاکنو پنځه کاله وروسته د جوزا په لومړۍ د ولسمشر دنده پای ته رسېږي.
اساسي قانون کې دا هم ویل شوي چې د ولسمشرۍ ټاکنې باید د ولسمشر د دندې له ختمېدو دېرش یا شپېته ورځې وړاندې وشي.
ولسمشریزې ټاکنې باید د روانې حمل په ۳۱ شوې وای، خو د ځینو ستونزو له امله و نه شوې چې اوس د ولسمشر د کاري مودې له پوره کېدو وروسته کېږي.



اعلان