د ټوېتر د مشر عجیبه ژوند

راپورونه

د ټوېتر د مشر عجیبه ژوند

690

د ټوېټر مشر جیک ډورسی عجیبه ژوند لري.
ښایي ډېر به یې د ژوند له دغو اړخونو خبر نه وي.
ډروسی یوازی یو وخت ډوډۍ خوري او شنبه او یکشنبه زیاتره وخت وږې تېروي (هېڅ نه خوري).
دی وایي، ماښام شپږ نیمې بجې یو ښه خوراک کوم چې پروټین او سلاد په کې وي.
د ده کارځای د ده له کوره یوازې اته کیلو متره لرې دی چې په چټکو ګامونو ورځي.
دی نه یوازې د خپل ورزش په اړه مشهور دی، بلکې د خپل معاش د اندازې له امله هم مشهور دی.
تېر کال چې ده ته د معاش لومړی چک ورکړل شوی و، نو هغه د ۱.۴۰ ډالر وو، ځکه چې هغع وخت ټویټر کې د یو پوسټ د الفاظو کچه ۱۴۰ و.
اوس دغه کچه دوه چنده شوې او ۲۸۰ ته رسېدلې ده.
د دغومره لږ معاش لامل دا نه دی چې ګنې د ده (فېسبوک) مالي وضعیت خراب دی. د فوربس د یو رپوټ له مخې، ډورسي پنځه میلیارده ډالر لري.
هر کال ۳۰۰ میلیونه کسان ټویټر کاروي.
ډورسي هر سهار په یخو اوبو کې د درې-درې دقیقو له پاره غوپې خوري. یانې دوه ځله. د دې په منځ هر پنځلس دقیقې په سونا کې کېني چې د تودخې درجه یې ۱۰۴ سانتي ګراد وي.
له دې وروسته یو ساعت مراقبه کوي.
دا له تېرو شلو کلونو راهیسې د ډورسي عادت دی.
ډورسي دا ټول کارونه په خپل کار د تمرکز کولو له پاره کوي.



اعلان