طالبان: د قطر ناسته د کابل د هوټلونو د واده محفل نه دى

افغانستان

طالبان: د قطر ناسته د کابل د هوټلونو د واده محفل نه دى

309

د قطر په پلازمينه دوحه ښارکې د روانې اپريل مياشتې په شلمه نيټه يو بين الافغاني کانفرانس پيليدونکى دى چې لومړي يې نيټه ١٥م اپريل ښودل شوى وه او اوس د دغه ناستې د پيل نيټه شلم اپريل اعلان شوې.

د طالبانو له لورې د اپريل په پيل کې لا يو دوه سوه کسيز ليست اعلان شوى و ، چې ورکې د افغان سياسي شخصيتونو ترڅنگ بهر ميشته افغانان او د طالبانو استازي ټول اعلان شوي وو.
خو پرون په يوناڅاپې ډول دولت د چارو دا ادارې لخوا يو بل ٣٥٠کسيز ليست اعلان کړ چې د طالبانو لخوا رد کړاى شو او طالبانو په دې اړه پخپله ورستۍ اعلاميه کې ليکلي ” د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي چې دا په یوه لیرې خلیجي هیواد کې منظم او پلان شوی کانفرانس ده، نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او میلمستیا“ .



اعلان