حکومت د قطر غونډې ته استازي ټاکلي خو طالبانو د دولت استازيتوب يوځل بياردکړ

افغانستان

حکومت د قطر غونډې ته استازي ټاکلي خو طالبانو د دولت استازيتوب يوځل بياردکړ

220

پرون ناوخته په رسنيوکې د دولت لخوا د قطر بين الافغاني غونډې ته د افغان حکومت له لورې د تلونکو استازو يو ٣٥٠کسيز ليست خپور شو او په دې کې د دولت د١١وزيرانو اومعينانو نومونه هم شامل دي او له دې نه علاوه د مسکو غونډې تللي ډيرى کسان هم په دې ليست کې د دولت استازي نومول شوي.

بل لورته څوگړۍ وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرخپله ټويټر پاڼه يوځل بيا وليکل چې د قطر په بين الافغاني ناسته کې هيڅ يو افغان د دولت په استازيتوب گډون نشي کولاى، د طالبانو لخوا د خپرې شوې اعلامې متن په دې ډول دى:

لکه څرنګه چې هیوادوال خبر دي د قطر هیواد په مرکز دوحه کې د روانې اپریل میاشتې په شلمه او یويشتمه نیټه یو بین الافغاني کانفرانس جوړیدونکی دی، د یاد کانفرانس په اړه باید وضاحت ورکړو چې د دې کانفرانس منتظمینو په لیکل شوي بڼه او مخامخ خبروکې د دې ټکي سپیناوی کړی چې په دې کانفرانس کي به څوک د کابل ادارې نمایندګي نه کوي، که د ماسکو د کانفرانس په ډول د کابل اداري د کوم شخص نوم د ګډونوالو په لیست کې وي هغه به په شخصي ډول شرکت کوي او شخصي نظر به وایي، هیڅوک د کابل د ادارې نمایندګي نشي کولای.
داچې د کابل ادارې په یاد کانفرانس کې د دوه نیم سوه کسانو لیست خپور کړی، د کانفرانس تنظیمونکي یواځې له کابل څخه د دومره ډيرو کسانو د منلو پلان نه لري او نه هم په داسې کانفرانسونو کې دا ډول ګډون دود دی.
د دغه نوملړ څخه د محدود شمیر سیاسي او قومي مخورو نومونه په نهايي شوي لیست کې شتون لري چې یواځې هغوی به اشتراک کوي.
د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي چې دا په یوه لیرې خلیجي هیواد کې منظم او پلان شوی کانفرانس ده، نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او میلمستیا.
د دا ډول لیستونو له ترتیب او نشر څخه ښکاري چې د کابل اداره له ورته غونډو او د سولې په برخه کې له پرمختګ څخه ویره لري او په دې حرکاتو یې د تخریب هڅي کوي



اعلان