"اسراییلو فلسطین کې اووه سوه کاله پخوانی جومات په شرابخانې بدل کړ"

پام وړ

422

اسراییلو د فلسطین په شمال کې د دیارلسمې زېږدي پېړۍ یو جومات په شرابخانې او د ودونو په تالار بدل کړی دی.
ګلف نیوز لیکلي، دغه جومات الاحمر نومېږي او د صفد په سیمه کې دی.
د اسلامي وقف سکرتر خیر طباري ویلي، ما چې د جومات دننه تخریب ولیده نو ټکان مې وخوړ.
مؤرخ مصطفی عباس ویلي، د سر خښتو له امله دغه جومات ته د الاحمر نوم ورکړل شوی دی.
عباس زیاته کړې، دغه ځای ته ورتلونکو مسلمانانو باندې یهودي استعمارچیان بریدونه کوي.
نوموړي ویلي، دغه جومات د سلطان الداهر له لوري جوړ شوی دی.



اعلان