وزیر: د سلام مخابراتي شبکې یو جي انټرنټ په نهه څلوېښت افغانۍ دی

راپورونه

وزیر: د سلام مخابراتي شبکې یو جي انټرنټ په نهه څلوېښت افغانۍ دی

1574

د مخابراتو وزیر شهزاد ګل اریوبي ویلي، د سلام مخابراتي شبکې د انټرنټ بیې راټیټې کړي دي.
اریوبي ویلي چې اوس به د دغې شبکې یو جي بي انټرنټ په نهه څلوېښت افغانۍ وي.
وزیر ویلي چې درې جي بي انټرنټ په ۱۲۰ افغانۍ دی.
دا وروسته له هغه چې په ټولنیزو شبکو کې له انټرنټي لوړو بیو څخه شکایت وشو.
ګڼو ټولنیزو فعالانو د افغانستان بیې له ګاونډیو هېوادونو او هند سره پرتله کولې.



اعلان