پاکستاني پوهان: پاکستان په نږدې راتلونکې کې له مالي او سياسي بحران سره مخ دى

نظر او تحليل

پاکستاني پوهان:  پاکستان په نږدې راتلونکې کې له مالي او سياسي بحران سره مخ دى

347

په پاکستان د تير ٢٠١٨ميلادي کال په نيمايي کې د کرکټ لوبې د پخواني کپتان عمران خان په مشري يو نوى گوند د ټاکنو له لارې واک ته ورسيد چې تردې وړاندي يي د مرکزي واکمني تجربه نلرله.

د عمران خان د تحريک انصاف
گوند چې گمان کيږي د پاکستان د فوځ او جاسوسي ادارو په مرسته ځواکمن او تنظيم شوي دي ، د ٢٠١٣ په ټولټاکنو کې په لومړي ځل له توقع خلاف زياتې رايې واخيستې او د پاکستان له څلورو ايالتونو نه په يوه ايالت کې يې ايالتي حکومت هم جوړ کړاى شو.
خو له ٢٠١٣نه وروسته هغوي د د هغه وخت د لومړي وزيرنوازشريف د مرکزي حکومت په خلاف د فوځ او اي اس آى په مرسته په بې سارې احتجاج لاس پوري کړ او پاکستان يې له سياسي اومالي ناکراري سره مخ کړى و.
د عمران خان اوډلې احتجاج يې د ٢٠١٨تر عامو انتخاباتو پورې روان و او دوي دعوه لرله چې که واک ته ورسيدل نو نوى پاکستان به جوړکړي او دا هيواد به په اقتصادي برخه کې پر مخ بوزي.
خو چې کله واک ته ورسيدل نو له يوې خوا د پاکستان پولي واحد کالدارې په بې سارې توگه خپل ارزښت له لاسه ورکړ.
بل پلو د ماليې له زياتونې او د پيسې له کم ارزښته کيدو سره د خوراکي اونورو ضروري توکو بيې لوړې شوې دي.
د پاکستاني ميډيا او شننونکو له نظره لاهم د پاکستان له موجوده حکومت سره د روان مالي بحران د کنتروليدو توان نسته او کيداى شي په نږدې راتلونکې کې د حکومت د نوې مالي بوديجې له اعلان سره به د اجناسو بيې نورې هم لوړې شي
او پرکاروباري طبقې به هم اضافه ماليه وضعه شي، چې له امله به يې په عام ولس کې منفي غبرگونه را وپارول شي او له دې سره به د حکومت مخالفو گوندونو ته د اغيزناک احتجاج او لاريونونو مشروعيت اوفرصت دواړ په لاس ورشي.
ځکه خو د دې هيواد د سياسي اومالي چارو پوهان فکر کوي چې هيواد يې په نږدې راتلونکې کې له سياسي اومالي بحران سره مخ کېدونکى ده.



اعلان