طالبانو بادغیس کې ۱۲۸ نیول شوي حکومتي عسکر خوشې کړل

افغانستان

طالبانو بادغیس کې ۱۲۸ نیول شوي حکومتي عسکر خوشې کړل

634

طالب ویاند یوسف احمدي ویلي چې د بادغیس په بالا مرغاب کې نیول شوي یا تسلیم شوي ۱۲۸ تنه دولتي عسکر یې خوشې کړي دي.
یوسف احمدي په ټوېټر د دغو عسکرو د خوشې کېدو د مهال تصویرونه هم خپاره کړي دي.
احمدي ویلي چې دا یې د مشرانو پرېکړه وه.
د احمدي په وینا، دغو عسکرو ته یې د سفر لګښت هم ورکړی دی.
طالبانو وړاندې هم ځلونه نیول شوي عسکر خوشې کړي چې دا یې وروستی پېښه ده.
طالبانو څو ورځې وړاندې د بادغیس بالا مرغاب ولسوالۍ ونیوله چې بیا حکومت بېرته ترې ونیوله.



اعلان