"اجراییه رییس د سولې مشورتي جرګې د بایکاټ ګواښ کړی"

افغانستان

821

نیویارک ټایمز په یو رپوټ کې د سرچینو له قوله لیکلي چې د افغانستان اجراییه رییس د راتلونکې میاشتې د سولې مشورتي شورا (جرګې) د بایکاټ ګواښ کړی دی.
رپوټ وایي، عبدالله عبدالله، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني ستر سیال دی، وېره لري چې غني به دغه شورا د ټاکنیز کمپاین له پاره وکاروي.
تمه کېږي چې د سولې مشورتي لویه جرګه به راتلونکې میاشت په کابل کې جوړه شي، څو د سولې پروسه باندې خبرې وکړي.
د دغې جرګې له پاره یو شمېر غړي ټاکل شوي دي.
ویل کېږي چې د دغې جرګې لګښت پنځه میلیونه ډالر دی.



اعلان