د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانان دروغجن او فاسد بللي

راپورونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانان دروغجن او فاسد بللي

2240

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په ریښتیا ویلو او فساد کې له افغانانو ښه خاطره نه لري.
د یک ټلویزیون د رپوټ له مخې، مایک پمپیو ویلي چې د سولې پروسه کې په خلاصو سترګو پر مخ ځي، ځکه د افغانستان له خلکو په ریښتیا ویلو او فساد کې ښه خاطره نه لري.
پمپیو د یو امریکایي سناتور د پوښتنې په ځواب کې ویلي، دا به په عمل کې روښانه شي چې په طالبانو څومره باور کېدلی شي.
"باور تصدیق ته اړتیا لري، نه یوازې د طالبانو په اړه بې باوري شتون لري بلکې په افغانستان کې د نورو خواو تر منځ ژوره بې باوري هم شته."
د پمپیو دغو خبرو ته په ټولنیزو رسنیو کې ځینو کسانو غبرګونونه هم ښودلي دي.



اعلان