د امریکا استخباراتو مشرې افغانستان کې د استخباراتي حضور د پراخولو له پاره کابل ته سفر کړی

افغانستان

د امریکا استخباراتو مشرې افغانستان کې د استخباراتي حضور د پراخولو له پاره کابل ته سفر کړی

492

د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې مشرې روانه اوونۍ کابل ته سفر کړی دی.
سي این این لیکلي چې ګېنا هسپېل د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د امریکا د استخباراتي حضور په ساتلو او پراختیا باندې خبرې کړي دي.
سرچینو ویلي چې هسپېل له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت له مشر معصوم ستانکزي سره کتلي دي.
د سي ای اې یو ویاند د دغه سفر په اړه له څه ویلو ډډه کړې.
دا سفر داسې مهال تر سره کېږي چې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو خبرې هم روانې دي.



اعلان