د اسرايلو فضايې بيړۍ د سپوږمۍ پر کره د نا انډوله ناستې له امله ويجاړه شوې

سيمه او نړۍ

د اسرايلو فضايې بيړۍ د سپوږمۍ پر کره د نا انډوله ناستې له امله ويجاړه شوې

198

اسرايل په نړۍ کې له امريکا، روسيې اوچين نه وروسته څلورم هيواد دى چې د سپوږمۍ کرې ته يې فضايې ماموريت پيل کړى و ،خو دا ماموريت د مخکينيو دريو هيوادونو په څېر په بري پاى ته ونه رسيد.

بلکې دغه فضايي بيړۍ د سپوږمۍ کرې ته په رسيدو د کرارې ناستې پرځاى د سپوږمۍ له سطحې سره په تيزي ولگيده او په بشپړه توگه له مينځه لاړه.
د ”برشيت“ په نامه د غه اسرايلي فضايي بيړۍ چې د سل ميلونه ډالرو په لگښت د امريکا د فلوريډا ايالت د کيپ له فضايي مرکزنه سپوږمۍ ته استول شوې وه، د اسرايلو د فضايي څيړنو د مرکز لخوا برابره شوې وه او د عبري ژبي د برشيت نوم ورباندې ايښودل شوى و ،چې معنا يې ده ”ازل“



اعلان