په سوډان کې ولسمشر عمرالبشیر له واکه لرې او پر ځاې پوځ واک په لاس کې واخیست

سيمه او نړۍ

په سوډان کې ولسمشر عمرالبشیر له واکه لرې او پر ځاې پوځ واک په لاس کې واخیست

376

په سوډان کې  پوځ  نن  د سهار په ساعتونو کې  لومړی  د دولتي رادیو تلویزیون  ودانۍ  ونیوله  او وروسته يي د ولسمشرۍ ماڼۍ محاصره کړه.

د سوډان په پلازمینه  خرطوم کې په ټولو مهمو واټونو او سړکانو کې  پوځیان ځای په  ځای شوي دي.

ویل کیږي  د سوډان  ولسمشر عمر البشیر  له خپلې دندې استعفا کړې ده  او هغه  په کور کې نظر بند ده.

د سوډان  پوځ  په هیواد کې  د واکمن  ګوند د چارواکو په نیولو پيل کړی دی. پوځ تر اوسه پورې تر سلو ډیر  سیاسیون نیولي دي.

پوځ  د عمر البشیر  لومړی  مرستیال  ،  د دفاع وزیر  او  د عمر البشیر  ساتونکي هم  نیولي دي. د خرطوم  هوايي ډګر  د هوايي ټرافیک پر مخ  تړل شوی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ  محاصره  ده  او  هیچا ته د وتو او ننوتو اجازه نه ورکول کیږي.

عمر البشیر  د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې  د سوډان  مشرۍ په غاړه درلوده  چې  د پوځ لخوا له دندې ګوښه کړې شو.



اعلان