راشد خان :خوښ یم چې په ویسډن کتاب کې د غوره توپ اچونکي په توګه ثبتیږم

پام وړ

راشد خان :خوښ یم چې په ویسډن کتاب کې د غوره توپ اچونکي په توګه ثبتیږم

72

د افغانستان ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان د ( ۲۰۱۸) کال شل اوریزو سیالیو د مخکښ توپ اچونکي په توګه د کرکټ اړوند یو معتبر کتاب ( ویسډن) کې د تېر کال غوره توپ اچونکي په توګه راغلی دی.
راشد خان خوښي ښودلې نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه باندې لیکلي دي ((خوښ یم چې یو ځل بیا د کرکت د نړۍ په مشهوره او معتبر کتاب (ویسډن) کې مې د کال د غوره شل اوریز توپ اچوونکي په توګه نوم خپور شوی دی، دا زما او زمونږ د هېوادوالو لپاره د ویاړ ځای دی.))
د یادونی وړ ده چې راشد خان اوس هم د هند په تجارتي شل اوریزو لوبو کې لوبیږي.



اعلان