ولسمشرغني: زموږ حکومت دومره بریالی پرمختګ کړی چې ساری نه‌لري

افغانستان

ولسمشرغني: زموږ حکومت دومره بریالی پرمختګ کړی چې ساری نه‌لري

235

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د حمل په ۲۱ مه ملت ته د حکومت د حساب ورکولو ملي پرواګرام د پرانیستې پر مهال ویلي، د ملي یووالي حکومت په څلورو کلونو کې دومره بریالي پرمختګونه کړي چې  په نورو حکومتونو کې سارۍ نه‌لري.
ښاغلي غني ملت ته د حساب ورکولو پروګرام د پرانیستې پر مهال وینا کې زیاته کړې، ټول وزارتونه، والیان، خپلواک ریاستونه او  بودجوي خپلواک واحدونه به ولس ته د خپل فعالیت رپوټ ورکوي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې پر رسنیو غږ کړی چې د حکومت فعالیتونه دې په څېړنیزو رپوټونو کې تر څېړنې لاندې ونیسي، هغه زیاته کړې چې د معلوماتو قانون يې توشیح کړ چې هدف یې خلکو ته په ازاد ډول د معلوماتو رسېدل دي.



اعلان