طالبان :د سلام رحیمي او ملا برادر د یو بل سره لیدل تش پروپاګند ده

افغانستان

طالبان :د سلام رحیمي او ملا برادر د یو بل سره لیدل تش پروپاګند ده

219

څو شیبې وړاندې هغه راپورونه طالب ویاند ‌‌ذبیح الله مجاهد په کلکه رد کړل چې ځینو رسنیو ویلی ول چې د طالبانو د مشر سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادراو د ګډ حکومت د مشر د دفتر رئيس سلام رحيمي ترمنځ ناسته شوې.

طالب ویاند وايي“ځینو استخباراتي رسنیو آوازه خپره کړه چې ګواکې په قطر کې د اسلامي امارت مرستیال او د دفتر مسئول محترم ملا برادراخند او د کابل ادارې یو استازي سلام رحیمي ترمنځ لیده کاته شوي، چې موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو.دا د وارخطا دښمن یوه استخبارتي هڅه ده چې غواړي د خلکو ذهنونه مصروف وساتي او د ځان په ګټه تبلیغات وکړي

 

ملا عبدالغني برادر چې څو مياشتې وړاندې د پاکستان له زندان څخه راخوشې شو له هغې وروسته د طالبانو د مشر سياسي مرستيال او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د مشر په توګه ټاکل شوی دی.



اعلان