عمران خان: ترهګرې ډلې زموږ پوځ جوړې کړې وې، نور یې اړتیا نه شته

سيمه او نړۍ

عمران خان: ترهګرې ډلې زموږ پوځ جوړې کړې وې، نور یې اړتیا نه شته

786

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، ترهګرې (وسله والې) ډلې د پاکستان پوځ جوړې کړې وې.
د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، خان ویلي چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه یې پرېکړه کړې او دغو ډلو ته به د نور فعالیت اجازه ور نه کړل شي.
د رسنۍ په وینا، خان ۱۹۸۰ کلونو ته اشاره کړې. هغه مهال امریکا او پاکستان، افغانستان کې د شوروي ضد ډلو ملاتړ کاوه.
که څه هم د دغو وسله والو ډلو نومونه نه دي اخیستل شوي، خو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو شمېر پاکستان پلوه ډلې اوس هم فعالیت کوي او هلته د تاوتریخوالي اصلي لامل بلل کېږي.



اعلان