خیبرپښتونخوا کې سختو اورښتونو شپږ تنه وژلي

سيمه او نړۍ

خیبرپښتونخوا کې سختو اورښتونو شپږ تنه وژلي

123

د پاکستان د حکومتي چارواکو په وینا تیره شپه سخت ورښتونو چې له تیز باد سره مل وو، په خیبر پښتونخوا ایالات کې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي او یو شمیر نور یې بیا ټپيان کړي.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د خیبر پښتونخوا د طبیعي آفاتو ضد ادارې ویاند تیمور خانویلي دي چې په دغه ایالت کې توپان یو شمیر کسان ټپیان کړي هم دي.

د هغه په خبره د سخت باران او توپان له کبله ډیر شمیر کورونو ته زیان اوښتی دی او په ځینو سیمو کې د څو ساعتونو له پاره بریښنا نه وه. د تیمور خان په وینا اوس وضعیت تر کنترول لاندې دی.

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې په پاکستان کې موسمي ورښتونه په جولای میاشت کې پیلیږي چې د سیلابونو د راوتلو سبب هم ګرځي.



اعلان