مصر: په دوه جلا بریدونو کې ۳۵تنو ته مرګ ژوبله اوښتي

سيمه او نړۍ

مصر: په دوه جلا بریدونو کې ۳۵تنو ته مرګ ژوبله اوښتي

97

د مصر په سینا ټاپو او رفاه ښار کې په امنیتي سرتیرو بریدونه شوي چې له امله ۸ تنه مړه او ۲۷ نور ټبیان دي.

لومړی برید د یو ځانمرګي پواسطه د سینا ټاپو د شیخ زاید په ښار کې په پولیسو وشو چې له امله يې ۴ پولیسو په ګډون ۷ تنه ووژل او ۲۶ تنه نور ټپان شول .

دوهم برید هم د سینا ټاپو کې د رفاح په ښار کې پر عسکرو ترسره شوه چې له امله یو تن پولیس ژوند د لاسه ورکړ او یو تن پولیس هم ټپي شو.

د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دویم برید په لاره کې د ځای په ځای شوي بم په واسطه د امنیتي ځواکونو د موټر د تیریدو پر مهال شوی دی.

د ویلو ده چې په مصر کې دا بریدونه پداسې حال کې کیږي چې د نوموړي هیواد ولسمشر عبدالفتاح السیسي د رسمي سفر په خاطر امریکا ته تللی دی.



اعلان