هلمنديان. وړل شوې ميرمنې د يوه عادي افغان د کورنۍ دي

افغانستان

هلمنديان. وړل شوې ميرمنې د يوه عادي افغان د کورنۍ دي

325

تيره ورځ د هلمند د گرشک ولسوالي د مالگير په سيمه کې د کندهار د صفر ٣قطعې او امريکايي ځواکونو په گډو عملياتو کې دڅو کورونو سړي اوميرمنې وژل شوې دي او دوه ميرمنې يې په زور الوتکو ته پورته کړې او له ځانه سره يې وړې دي.

هلمندي لاريون کونکو سميزو مشرانو رسنيو ته وويل چې دا د يوه غريب افغان د کورنۍ نالوستې اوله دنيا ناخبرې ميرمنې وې،چې د يوې له غيږې يې خارجي عسکرو د٦مياشتو شيدې رودونکى ماشوم په ځمکه وغورزاوه او له ځانه سره يې بوتله.



اعلان