چې دا به له کوم ډول جرګو څخه وي؟

نظر او تحليل

چې دا به له کوم ډول جرګو څخه وي؟

207

د افغانستان په تاریخ کې دوه ډوله لویي جرګې تر سترګو کیږي او کیدای شي په مستقبل کې یې هم شاهدان واوسو؛
لومړی؛ هغه جرګې دي چې د افغان ملت ریښتینو استازو په کې ګډون کړی دی، او ګډونوالو یې په پوره ایماندارۍ سره د هیواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، ملي ګټو او ملي ارزښتونو د ساتنې لوی مسئولیت ادا کړی دی. دې جرګو ته پرته له کوم شک او شبهې نه د ملي یا لویو جرګو نوم ورکړل شوی دی، او پریکړو ته یې د ملي وثیقې یا ملي تړون په توګه درناوی شوی. او خلکو هم د جرګو ولسي او ملي ماهیت ته په کتو سره د هغه پریکړو او مصوبو ته په درنه سترګه کتلي دي لکه د کوکران، مانجې، نارنج او شیرسرخ لویي جرګې.

دوهم؛ هغه جرګې دي چې مختلفو حکومتونو خپلو سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي او نورو مختلفو ستراتیژیکو فعالیتونو ته د ظاهراً مشروعیت کسبولو لپاره جوړي کړي دي. او ګډونوالو یې د ملي ګټو پرځای د واکمن رژیم د ګټو او مصلحتونو استازیتوب کړی دی؛ نو ځکه عامو خلکو یې پریکړو او مصوبو ته د ملي وثیقې، ملي تړون او ملي ارادي په سترګه نه کتل؛ دا ډول جرګو له بیځایه مصارفو او وخت ضایع کولو او نه جبرانیدونکو زیانونه پرته ملت ته کومه ګټه نده رسولې، نو لحاظاً دې ډول جرګو ته د ( لویو جرګو) نه بلکې د "لویو دوکو" او یا "لویو تیرایستنو" اصطلاح کارول دقیق او مناسب ده.
مونږ د افغانستان په معاصر تاریخ په ځانګړي ډول تیرو 30-----40 کلونو کې ددغه ډول درواغجنو او تیرایستونکو جرګو خورا ډیري بیلګې لرو!



اعلان