په تار پېيلې کرښې(اوله برخه)

پام وړ

په تار پېيلې کرښې(اوله برخه)

161

ژباړه رسول ګل اشنا

  • ښه دومره کوه چې تاته تکلیف نه جوړيږي. د شپي اخېرې برخه کې ژړا د بختورو په نصيب وی. ساده خلکو سره په ساده ټکو کې خبرې کوه. (ساپي وېبپاڼه)
  • ګل او انسان :  انسان ګلاپ ته ويلې چې څومره ښکلي يې؟ خو کاش چې دا اغزي دي نلرلي ؟
  • ګلاپ ورته ځواب کې ويلې : چې ته الله تعالي څومره پنځولي يې خو کاش چې په هر څه کې دي عيب لټولو صفت دې نه لرلی ! ( مسلمه لیله )
  • شپه ډېره اوږده ده په ډېر خوب کولو سره يې مه بربادوئ. او ورځ بيا پخپل ځان کې ځلا او روښنایې لري، د ګناهنو په کولو سره یې مه تارېکه کوئ. (مسعود کندهارئ)
  • کوم شخص چې ستا هغه تعریفونه بیانوي کوم چې په تا کې نشته سبا به هغه الزامونه او تورونه هم درباندي ولګوي چې په تا کې نه وي. (مسعود کندهارئ)
  • د الله پاک جل جلاله رضاء د مور او پلار په رضاء کې ده، او د هغه قهر او غضب د مور او پلار په قهر کې او غضب کې دی. (حضرت محمد ص)
  • تل دا دعا کوئ چې الله دی موږ له هغه خبرو څخه وساتي کومي چې الله نه خوښوي.
  • حسد او کينه به مو په روحي رنځ اخته کړي، د زړه له کروندې د کرکې اغزې وباسئ او د مينې ګلان پکې وکرئ.
  • کله چې تاسې نه کومه ګناه وشي، نو له هغې ګناه نه عبرت واخلئ. تر عبرت اخيستو وروسته له هغې ګناه توبه وباسې او هغه هېره کړئ!
  • صبر او حوصله تر هر زور او فوت غښتلی دی . (حميد)
  • له دې نه چې درواغ ارامي راکړي، خوښ يم چې رښتيا مې وخوروي. (محمودسعيد)
  • په ځان کې ښه اخلاق پيدا کړئ، ځکه چې د ښو اخلاقو لرونکې د ښه وجدان څښتن وي. (عزیزګومنام)
  • چاچې قناعت له لاسه ورکړ. هغه به هېڅکله هم د مال او دولت خاوند نشي.   (حضرت ادريس عليه سلام)

 



اعلان