د پټې خزانې ارزښتونه

نظر او تحليل

د پټې خزانې ارزښتونه

172

د «ادبي تحلیلونه» له کتاب څخه

دکتاب سره پيژندګولي:

«پټه خزانه» د پښتو ادبیاتو په هسک کې يو ځلانده لمر دی چې يو شمېر ادبي شخصيتونه يې د نومورکۍ له تروږمۍ څخه را وايستل او نړيوالو ته يې وروپيژندل.

«پټه خزانه» د پښتني ثقافت د غوره ارزښتونو هينداره ده. په دې ارزښتناک اثر کې نه يوازې د پښتو ادب نوميالي استازي معرفي شوي دي، بلکی د پښتو ژبې لغوي پانګه، تاريخي اتلان، ادبي ذخيرې، اولسي وياړنې، او کلتوري ارزښتونه هم پکښې منعکس شوي دي. د دې اثر اهميت له دې څخه څرګنديږي چې په تيرو څلوېښتو کلونو کې دغه کتاب څلور ځله چاپ شوی دی او دا زمونږ په مطبوعاتو کې ساری نه لري.

«پټه خزانه» د ژبنيو، ادبي، تاريخي، او کلتوري ارزښتونو خزانه ده، لکه د کتاب له سريزې څخه چې څرګنديږي د «پټه خزانې» ليکنه د (۱۱۴۱) هـ ق د جمادي الثاني د مياشتې په شپاړسمه د جمعې په ورځ پيل شوې ده او د کتاب په پای کې عبارت راښيي چې د (۱۱۴۲) هـ ق کال د شوال د مياشتې په څلرويشتمه د جمعې په ورځ پای ته رسيدلې ده. له قرينې څخه ښکاري چې مولف متعارف نوم به «محمد خان» و ځکه له يوې خوا يې پلار او نيکه داود خان او قادر خان نوميږي او له بلې خوا د کتاب د متن په اساس، د هغه وخت د اشخاصو نومونه معمولاً له دوو مستقلو نومونو څخه ترکيب شوي دي، لکه د ده د معاصرينو دا نومونه: بهادر خان، محمد صديق، پير محمد، غياث خان، ريدی خان، محمد اياز، سيدال خان (ناصر)، او داسې نور. ښايي چې ده به د تواضع له مخې خپل نامه څخه د(خان) کلمه ليرې کړي وي. په هر صورت، دا يو حدس دی چې پر قراينو باندې بنا شوی دی، ښايي سم نه وي. «پټه خزانه» د شاه حسين هوتک په دوره کې ليکل شوې ده او داسې ښکاريږي چې د دغه واکمن په دوره کې د پښتني فرهنګ د غني کولو د پاره يو آګاهانه جنبش پيل شوی و. د «پټه خزانې» له لوستلو څخه هر چا ته په آسانۍ سره دا واقعيت ورڅرګنديږي چې د پښتنو ثقافت ځانته مستقله ريښه لري، د تاريخ په بيلا بيلو پړاوونو کې يې خپل اصلي ماهيت ساتلی دی او د لرغوني آريايانو ارزښتونه يې په ځان کې ساتلي دي. په «پټه خزانه» کې سر تر پايه د يوه کهول د غړو تر مينځ د مينې او صميميت زمزمې اوريدل کيږي: مينه، لورينه، مرسته، ملاتړ، قومي غرور، غونډې، ناستې ولاړې، درانده خويونه، مهذبه وينا، دوستي، له ځانه تيريدنه او داسې نور ارزښتونه د کتاب مرکزي هسته ګڼل کيږي.

په لاندې کرښو کې به د «پټه خزانې» د ارزښتونو مختلف اړخونه وڅيړل شي.

ميتوديک ارزښتونه:

په اکثرو لرغونو تاليفاتو کې د کتاب د ليکلو انګیزه يا علت، د محتوياتو يا د موضوع ماهيت، او کله کله نتيجه په سريزه کې ښودل کيږي. د ليکوال د افادې قدرت، د بيان د انسجام، او منطقي تسلسل له سريزې څخه په ښه ډول څرګنديږي. د پټې خزانې مولف د يوې دقيقې د سريزې د ليکلو ټول ضروري شرایط په پوره بلاغت او مهارت تر سره کړي دي. څرنګه چې پټه خزانه يو ادبي اثر دی او له ادب او وينا سره سر و کار لري نو په سريزه کې د وينا او ادبي کلام پر اهميت باندې مدللې او منسجمې خبرې شوې دي. محمد هوتک د پټې خزانې سريزه په دغسې خوږو او متناسبو الفاظو پيل کړي ده:

«حمد و ثنا ده هغه خدای ته چې انسان يې په ژبه او بیان لوړ کا او تميز يې ورکا له نورو حيوانانو په نطق او وينا سره او خپل کلام پاک يې نازل کا په افصح بيان سره چې هغه معجز او ابلغ دی له کلام د ټولو بلغا او فصحا سپاس دی هغه خاوند لره چې له ده نسته بل خاوند او نه بل بادار د وګړيو. څښتن دی چې انسانان په خوږو خبرو پالی او د هرې بليغې وينا ملهم دی.»

د محمد دغه سريزه يو ادبي شهکار ګڼل کيږي. دلته د الفاظو مرغلرې د (بيان) په زرين مزي کې پېيل شوې دي او د وينا پر محور باندې راتاويږي، اما په عین زمان کې پخپله (وينا) د څښتن تعالی د ستر قدرت مظهر دی او د هغه ذات د فیض له منبع څخه نشآت کوي.*

پس له حمد و نعت څخه محمد هوتک بيرته (وينا) ته راګرځي او داسې وايي:

«اما بعد. په دې پوه سه چې وينا د انسان غوره خاصه ده او د نطق تاج هغه د کرمنا تاج دی چې خالق تعالی د آدم پر سر نسکور کړ او په هره زمانه کې خدای تعالی په انسانانو کې غوره شاعران او د وينا خاوندان پيدا کړل چې الشعراء تلا ميذا الرحمن وګڼل سول او د دوی ويناوې هر کله داسې خوږې دي چې د انسان زړه انشراح به مومي او د خوږو زړو مرهم وي.»

په دې پورته عبارت کې (د کر منا تاج) د نطق په تاج باندې تعبير شوی دی او د وينا خاوندان  هم د دغه تاج بالاستحقاقه وارثان دي. نو له دغه منطقي قضيو څخه طبعا دا نتيجه لاس ته راځي چې شاعران او د بليغې وينا خاوندان بايد (تلاميذ الرحمن) او د مخلوقاتو اشرف او اکرم وي او ولې به نه وي ځکه چې د هرې بليغې وينا الهام بښونکی پخپله هغه ذات دی چې د ده کلام ابلغ او معجز دی له کلامه د ټولو فصحاو او بلغاو څخه. **

د سريزې په همدې عبارت کې محمد هوتک شعر هم تعريف کړی دی. د ده په نظر، شعر هغه خوږه وينا ده چې د انسان زړه انشراح په مومي او خوږو زړونو مرهم وي. يا په بله ژبه، شعر هم د انبساط او فرحت وسيله ده او هم د تسکين علاج وسيله، شعر هم د خوند د پاره دی او هم د ژوند د پاره. ***

محمد د وينا او شعر د اهميت له بيانولو وروسته د پټې خزانې د ليکلو انګيزه شرح کوي او داسې وايي:

« زه چې محمد هوتک يم او په اصل پښتون په قندهار کی اوسم له ډيره ده چی په ويلو د داسی وينا بخت يم او د شپی او ورځی می دغه کار دی او دا ډير وقتونه تير سول چی ما غوښته چی زه د پښتنو شاعرانو تذکره وکاږم او د دوی احوال سره راټول کاندم مګر زمانی ما ته فراغ نه راکا او دا هيله می په زړه کې وچه سوه ځکه چی پر قندهار د ظلم او جفا تورتم پروت و او هيچا آرام نه درلود او نه فراغ. ګاهی به مغولو چپاوونه کړل او ګاهی به د ګرګين د ستم سوران و اوس چې حق تعالی موږ خلاص کړو له هغو ظلمونو څخه او فارغ سو زړونه زموږ او زموږ ملک حاجی ميرخان عليه الرحمه دوی له قندهاره وياسته او پښتانه يې د دوی له جوره آزاد کړل او قلم مې را واخيست .... »

د محمد هوتک د سريزې ستره ښيګڼه دا ده چې فکري او منطقي تسلسل پکښې ليدل کيږي تصنع، تکلف، او زوايد پکښې نشته او د مسجعو او مکررو فقرو او مترادفاتو نښې د هغه وخت د ليکنو په تناسب پکښې لږې دي. لنډه يې دا چې د سريزې سبک خوږ، روان، او محاورې ته نسبتاً نږدې دی يوازې د تقديم او تاخير په لحاظ د نورو ژبو تر اغيزې لاندې راغلی دی، لکه په دې عباراتو کې: او تميز يې ورکاله نورو حيواناتو په نطق او وينا سره او فارغ سوه زړونه زموږ او زموږ ملک، نو يی زه وغوښتم خپل دربار ته، او داسې نور... په عمومي ډول، د کتاب مضمون او شکل يو له بل سره سمون خوري او د شکلياتو برخه یې د هغه وخت ليکنو په تناسب ډيره موزونه او معقوله ده.

د پټې خزانې يو لوی مزيت دا دی چې مضمون او شکل دواړه د پښتني ثقافت په رنګ رنګيدلي دي او تقليدي اړخ يې د اصلي اړخ تابع دی.

لنډه يې دا چې په سريزه کې د کتاب د ليکلو هدف، انګيزه، او موضوع په ښه توګه بيان شوي دي سربيره پر دې، د موضوعاتو تصنيف او تبويب هم پر علمي موازينو برابر دی. د کتاب لومړۍ برخه پخوانو شاعرانو ته وقف شوې ده، دوهمه برخه يې د معاصرو شاعرانو احوال بيانوي او په دريمه برخه کې يې ښځې شاعرانې معرفي شوې دي.

د «پټې خزانې» يو بل ميتوديک ارزښت دا دی چې د بيوګرافي اصلي ارکان يې په نظر کې نيولي دي. تر کومه ځايه يې چې وسه رسيدلې ده د شاعر د اوسيدو ځای، د ژوند تاریخ او حالات، قوميت د شخصيت غوره اوصاف او د معلوماتو ماخذونه (کتاب يا روايت) يې په نښه کړي دي. البته د تذکرې ليکلو د معيارونو له مخې يوه ټکي ته ګوته نيول کيدی شي او هغه دا چې د شاعرانو بيوګرافي په کرونولوجيک اساس نه ده ترتيب شوې. د مثال په توګه، بابا هوتک چې تر ټولو مخکې معرفي شوی دی په اوومه هجري پيړۍ کې دنيا ته راغلی دی په داسې حال کې چې امير کروړ په دوهمه هجري پيړۍ کې ژوند کاوه او په (۱۳۹) هـ ق کې امارت ته رسيدلی دی. په همدې ډول نور مثالونه هم ډير دي. کوم څيړونکي چې غواړي د پټې خزانې له مخه د پښتو شعر تطور او تحول مطالعه کړي بايد کرونولوجيک لست يې پخپله تنظيم کړي.

د پټې خزانې پټې خزانې يو بل ميتوديک ارزښت دا دی چې د کتاب کرکټرونه نورمال انسانان دي.

د دوی په کړو وړو کې مبالغې نه ليدل کيږي. البته د دوو يا درو تنو قهرمانانو په باره کې مبالغه شوې ده خو دا د محمد هوتک خپل نظر نه دی او هر ځای يې د (نقل کا) عبارت ورسره راوړی دی. دا مبالغه يو ځلې د امير کروړ په برخه کې راغلې ده چې وايي په يوه تن به له سلو جنګاور سره جنګيدئ او بل ځای د نور بابا په برخه کې چې په ګوښي ځان يې له خپلې کلا څخه د يوې ډلې مغولانو په مقابل کې دفاع وکړه. په هر صورت، دغه ډول مبالغې دومره عادي او طبيعي ښکاري چې حتی په اوسنيو کيسو او فلمونو کې يې ډيرې زياتې نمونې ليدلی شو. سره له دې، محمد هوتک احتياط له لاسه نه دی ورکړی او په داسې مواردو کې د «نقل کا» له فقرې څخه استفاده کوي.

ځينې کسان د پټې خزانې ماخدونو ته ګوتې نيسي او وايي چې دغه ماخذونه چيرې دي؟ دا البته داسې موضوع ده چې ځانته جلا څيړنه غواړي خو دلته دومره يادونه کافي ده چې ځينې ماخذونه به ښايي چې له مينځه تللي وي او ځينې نور يې ښايي وموندل شي. په روانه پيړۍ کې د پښتو ژبې داسې نادر کتابونه وموندل شول چې پخوايي خلک فقط له نامه سره آشنا وو. د پير روښان «خير البيان» د لويديځ آلمان په يوه کتابخانه کې وموندل شو. په دې نږدې وختونو کې به د خوشحال خان ځينې نوي آثار له چاپه راووزي. حتی د شيخ ملي د دفتر او په پټې خزانه کې د ځينو يادوو شوو کتابو د پيدا کيدو خبرې هم په دې ورځو کې اوريدل کيږي. څرنګه چې دغه موضوع ځانته جلا څيړنه غواړي نو له تفصيل څخه يې ډډه کوم. تر کوم ځايه چې په پټه خزانه پورې اړه لري دا يو مستند او معتبر کتاب دی او په هر ځای کې پر خپلو ماخذونو يا رواياتو حواله ورکوي.

ليکدودي (املايي) ارزښت:

پټه خزانه د ليکدود له مخې يو ممتاز اثر دی. البته په يقيني توګه نشو ويلی چې نور محمد خروټي به کټ مټ د محمد هوتک ليکدود را اخيستی وي او بيا به محمد عباس کاسي هماغه ليکدود د امانت په توګه ساتلی وي خو دومره حدس وهلی شو چې تر ډيره ځايه پورې به د اصلي متن ليکدود اقتباس شوی وي. د پټې خزانې وروستۍ نسخه چې په (۱۳۵۴) لمريز هجري کال کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا په آفسيټي ډول چاپ شوې ده، د پښتو ژبې له اوسني معياري ليکدود سره پوره ورته والی لري. کوم لوستونکي چې له اوسني ليکدود سره آشنا وي د پټې خزانې په لوستلو کې له خنډونو او مشکلاتو سره نه مخامخ کيږي. په پټه خزانه کې د اوسني (يې) په ځای يوازې (ی) ليکله کيږي لکه په دې عبارت کې: «ځکه ی نو کروړ باله چه معنی ی ده کلک او سخت...»

د (په) کلمه په اکثرو ځايو کې له نورو کلمو سره ګډه ليکل شوې ده لکه: پغور او بالشتان او بست کې (په غور ...)، پاصل (په اصل)، پخوږو خبرو پالی (په خوږو خبرو پالي)، او داسې نور. په ځينو نورو مواردو کې (په) جلا ليکل شوې ده، لکه: په دی پوه سی، انشراح به مومی، په دغه کتاب ... خو عمومي تمايل دا دی چې (په) له نورو کلمو سره يوځای وليکله شي. په همدې ترتيب په ځينو نور کلمو کې د ترکيب خوا ته تمايل ليدل کيږي ، لکه:

تخو (ته خو)، تی (ته يې) (۱)، نو (نه و) او نور.

د پښتو په لرغونو متونو او په تيره د اشعارو په ديوانونو کې د (ه) په ځای د زور وراچول او يا د (ه) حذفول يو تامل غوندې راغلی دی خو په پټه خزانه کې معمولاً (ه) ليکله کيږي او په ډيرو لږو ځايونو کې غورځېدلې ده چې يو څو مثاله يې: دا دي:

«لډير ده چه په ويلو د داسی وينا بخت یم» دلته د (ر) په سر يو زور ليکل شوی دی، لاسون (لاسو نه)، درهمون (د رهمونه) او داسې نور.

اما وروستني دوه مثالونه له شعرونو څخه راوړل شوي دي او زيات احتمال دا دی چې محمد هوتک به خپل عندي ذوق د ترديف د عنعني تابع کړی وي. په عمومي ډول، د پټې خزانې ليکدود په دې ټاکلی مورد کې له اوسنی بڼې سره سمون خوري، دا هم بايد وويل شي چې تر اوسه پورې مونږ پخپله هم ټول ليکدودي پرابلمونه نه دي حل کړي، کله کله چې نسبي يووالي ته نږدې شو بيرته ګډوډي پکې راشي.

لغوي ارزښت:

پټې خزانې يو شمېر نږه او ارکايک لغتونه خوندي کړي دي چې ځينو يې لیکني ادب او ژورنالستي خپرونو ته هم لاره موندلې ده، لکه: اتل (قهرمان)، پرتمین (مجلل)، ښکارندوی (نماينده، مظهر)، ویاړنه (فخريه، حماسه)، هسک (آسمان)، سوب (حاضر)، سوبه (فتحه او ظفر)، ایواد (چې د هېواد په بڼه ليکل کيږي ـ وطن)، يون (تګ)، غبرګون (جواب)، څلوريزه (رباعي)، ښکلا (حسن او ښايست)، ځری (قاصد)، دريځ (منبر، اوس زياتره د موقف په معنا استعمالیږي)، بولـله (قصيده)، برم (شان او شوکت)، پلاز (تخت)، مړينه (مرګ، وفات)، ويرنه (مرثيه)، ښکلل (آراستن و پيراستن)، چوڼی (بلبل)، نيلی (آس)، جګړن (جنګاور)، پرتم (جلال)، څپان (مواج)، ختيځ (شرق، خاور)، لويديځ (غرب، باختر)، يرغلګر (متجاوز)، وګړي (خلک، مردم)، رپی (بيرق)، ګروه (عقيده)، تورن (متهم)، لرغون (قدیم، باستان) او داسې نور.

د پټې خزانې يو شمير شعرونه تقریباً په بوبه (خالصه) پښتو ويل شوي دي او په هغو کې د پرديو او دخيلو کلمو اغيزه نشته يا ډيره لږه ده، لکه د امير کروړ وياړنه، د بابا هوتک سندره، د ملکيار سندره د اسماعيل نيکه نارې، د خرښبون غبرګون، د شيخ متی مناجات، د شيخ اسعد ساندې، د ښکارندوی بولـله او داسې نور. د دې شعرونو لغتونه اوس د پښتو ژبې ويي پانګه ګڼل کيږي چې ځينې ويي يې بيرته ژوندۍ شوې دي او پاتې یې د ارکايک لغتونو په بڼه ثبت شوي دي.

د پټې خزانې د ځينو شاعرانو نومونه هم پښتو دي، لکه کروړ (چې کلک او سخت ته وايي)، خرښبون، متی (په ملينه ی، د خوست په لهجه کې هغه چا ته ويل کيږي چې په منډی کې ډير تيز وي او څوک يې نشي نيولی) او ځينې نور. برسيره پر دې، دا هم د يادونې وړ ده چې په پټه خزانه کې د ځينو ماخذونو نومونه هم په پښتو دي، لکه: د خدای مينه د سالو وږمه، او لرغوني پښتانه.

 

ادبي ارزښت:

د پټې خزانې ادبي ارزښت دوه اړخه لري: يو د شعرونو او بل پخپله د کتاب د نثر ارزښت. لومړی به د اشعارو خزانه وګورو او خصوصيات به يې ښکاره کړو.

الف) د پټې خزانې اکثر شعرونه د پښتنو د ټولنیز ژوند او طبيعي چاپېريال اصلي څيره انځوروي او داسې ښکاري چې د لرغونو آریايانو د سندرو او بوللو روحيه به د پيړيو په اوږدو کې د پټې خزانې د ماخذونو تر دورې پورې رارسيدلي وي، د پښتو لرغوني شعرونه د مضمون او شکل له مخې د نورو ژبو د ادب تر اغيزې نه دي راغلي، بلکه د پخوانیو آريايانو د ادب له ريښې څخه خړوب شوي دي.

د مثال په توګه، د امير کروړ، بابا هوتک، ملکيار، خرښبون، اسماعيل نيکه، او شيخ تيمن شعرونه د مضمون له حیثه غنايي (ليريک) او د شکل له نظره ځانته بحور او اوزان لري چې د عربي او دري له شعرونو سره د پرتلنې وړ نه دي او له بيلې سټې څخه راوتلي دي. د پښتو لومړی شعر چې د پټې خزانې په استناد زمونږ لاس ته راغلی دی هغه د امير کروړ شعر دی چې په دوهمه هجري پيړۍ پورې اړه لري. د دې شعر له پوخوالي څخه مالوميږي چې له اسلام نه په مخکې زمانه کې هم پښتو ژبه د شعر او ادب له پلوه بډايه او شتمنه وه او ځانته مخصوص بحور او اوزان به يې درلودل. د سليمان ماکو (تذکرة الاوليا) هم دا خبره اثبات رسوي چې د اوسني پښتو په کلاسيکه دوره کې پښتو ژبې ځانته خپلواکه ادبي لاره درلوده او د پښتو شعرونو د نورو ژبو تر اغيزې لاندې نه وو راغلي.

د (بيټ نيکه) دا شعر:

                     دلته دي د غــــــرو لمنې              زموږ کيږدۍ دي پکښی پلنې

                    دا وګړي ډير کړې خدايه!             لــــويه خدايــــه، لويـه خدايه!

د(ريګ ويدا) له مناجاتو سره د موضوع له حيثه ډير نږديوالی لري. د (ريګ ويدا) په اووم باب، شپږم فصل، او شپږمه اوومه فقره کې داسې مناجات راغلي دي: «لوی څښتن د ژوند بخښونکی او مالک الملک دی، خلکو ته نجيبې کورنۍ وربخښي. ای خدايه، مونږ هم ستا بنده ګان يو، بې اولاده مو مه مړه کوه!» (۲)

ب) د پټې خزانې د لومړۍ خزانې شعرونه ساده، روان، او غالباً د ژوند له ورځنيو چارو او اړتياوو سره تړلي دي. په دوهمه خزانه کې د تفنن برخه هم پسې زياته شوې ده او په دريمه خزانه کې چې ښځې شاعرانې معرفي شوې دي زياتره د ديني احکامو، پند او حکمت خبرې راغلي دي.

د لومړۍ خزانې ډير ښکلي شعرونه هغه دي چې شيخ متی، شيخ اسعد سوري، ښکارندوی، او زرغون خان نورزي ويلي دي. د شيخ متی په شعر کې د وحدة الشهود فلسفه د طبیعت په هينداره کې منعکسه شوې ده. (۳) په دې شعر کې د طبيعت ښکلا په زړه وړونکو الفاظو او خوږو تشبيهاتو کې افاده شوې ده. د شيخ متی شعر د مضمون په لحاظ د مولينا جلال الدين بلخی د (بشنو از نی چون حکايت ميکند) له عرفاني مشرب سره شباهت لري خو د ويلو طرز او سبکونو يې يو شانته نه دي. د شيخ متی ښکلی او زړه وړونکی شعر پر انګريزي ژبه هم ژباړل شوی دی او د نړيوالو شعرونو په کتار کې دريدلی دی. د زرغون خان د ساقي نامې شعرونه هم د پښتو له خورا ښو شعرونو څخه شميرل کيږي. په دې شعر کې د ساقي د تشويق د پاره هيجاني صحنه انځور شوې ده. د دې شعر يوه غټه ښيګڼه دا ده چې هيڅ ډول

زايد او له موضوع نه د باندې لفظ پکښې نه ليدل کيږي، هره کلمه، هره مصرع او هر بيت، لکه د مرمرينې مجسمې غړی په خپل ځای کې واقع شوی دی. که څوک وغواړي چې له دې شعر څخه څو بيتونه انتخاب کړي نو دا به مشکل کار وي ځکه چې ټول بيتونه يې د انتخابيدو حق لري.

په لومړۍ خزانه کې د خوشحال خان خټک او رحمان بابا، په شان نامتو شاعرانو شعرونه هم راغلي دي چې له تعريف څخه بې نیازه دي. په دې خزانه کې د موضوعاتو تنوع دا را ښيي چې پښتو شعر يوازې تغزل ته نه دی وقف شوی، بلکه په هغه کې د ژوند هر ډول پېښې منعکسې شوي دي.

دوهم

د پټې خزانې نثر: که چيرې د پټې خزانې نثر د هغه وخت د ادبي چاپيريال په هينداره کې وګورو ويلی شو چې د دې کتاب نثر ډير روان، خوږې محاورې ته نږدې او فصيح دی. د پټې خزانې سبک نه يوازې د روښاني سبک څخه په مراتبو بهتر دی، بلکه د خټکو د مکتب په نسبت هم ځينې ښيګڼې لري. د محمد هوتک په نثر کې تکلف، تکرار، سجع، تعقيد، ابهام او غرابت نه ليدل کيږي. د محمد هوتک د نثر يو لوی صفت دا دی چې واقعاً د خلکو ژبه او د ورځنۍ ژبې محاوره استعمالوي، او دا يو داسې صفت دی چې حتی د نن ورځې اکثره ليکنې (د دې مقالې په ګډون) هم له هغه نه بې برخې دي. د ده په وينا کې البته کله کله وړاندې والی او وروسته والی راځي خو ښايي چې د هغه وخت د عالمانو اديبانو په ژبه کې به تقدیم او تاخير يو څه عموميت درلود او قباحت به نه ګڼل کيده. د دې د پاره چې د محمد هوتک د نثر قوت څرګند شي يوه کوچنۍ نمونه را اخلو چې په هغه کې يې يوه علمي موضوع په ډيره سادګۍ شرح کړې ده. که څه هم ژبه يې خالصه نه ده، خو د موضوع حق پکښې په ښه توګه ادا شوی دی:

«په تحفه صالح کې راوړی چې شيخ به خپلو مريدان ته هدايت کا او وعظونه او د سوالونو ځوابونه به يی ويل او د تصوف مشکلات به يې حل کول. يوه ورځ سوال ځنې وسو چې «پس ترا هر لحظه مرګی رجعتی است؟ مصطفی فرمود دنيا ساعتی است.» څه مقصد لري؟ زموږ مرګ و رجعت کله دايم او مستمر وي؟ او که دا مرګ و رجعت دايم او مستمر وي نو به حیات بعد الممات متعدد سی او د تناسخیانو عقديه به سی. هغه عارف ربانی هسی جواب ورکا چې ذات ماسوا دی له بدنه. ‌ذات دايماً ثابت دی او بدن متحلل دی نبي چې وايي: انت انت لاببدنک فان بدنک فی التحليل و لیس عندک منه خبر فانت ورا هذه الا شیا.

دغه مرګ و رجعت بدنی دی نه ذاتی، او هر کله چې تحلل وموند سابقه ذراتونو یې پر ځای دريږي لاحقه ذرات. او همدغه تجدد دی چې د دنيا عدم تحقق ثابتوي او هغه چې مصطفی عليه السلام وويل:

(الدنيا ساعة) رشتیا کوی.»

دا د يوې پيچلي علمي موضوع په باره کې د محمد هوتک د نثر نمونه وه. اوس به يې په ادبي برخه کې هم يوه ډيره وړه نمونه راواخلو. د ملا محمد صديق پوپلزي په باره کې وايي:

«عشقي ځوان دی او زړه یې له لاسه ايستلی او په خپل محبوب پسې ژاړي، زاري کا، ګرياني کا، دردمن زړه لري او سترګې د اوښکو ډکې لري مينې هسې په اور سوی دی چې له کوره کلي ورک وي، سوزناکې بدلې لولي. او کله چې د دردمندانو په ډله کښيني مجلس ژړوي او غمجن زړونه په خپلو نارو ـ غلبلو سوزي. زمانه د ده پر ځوانۍ افسوسونه کا او عشق يې جنون ته رسيدلی دی. بالبداهه اشعار وايي او د زړه درد په سوده کوي.».

تاريخي ارزښت:

له پټې خزانې څخه ښايسته زيات تاريخي معلومات هم تر لاسه شوي دي. د مثال په توګه، د پټې خزانې په استناد ويلی شو چې په غور کې پښتنو اميرانو واکمني کوله. برسيره پر دې چې امير کروړ پخپله شاعر و د غوريانو په دربارونو کې پښتانه شاعران پالل کيدل چې شيخ اسعد سوري او ښکارندوی يې غوره استازي دي.

په غور کې ډير اميران وو چې د هغو له جملې څخه د امير کروړ نوم په تاريخونو کې نه و ښکاره. همدارنګه په پټه خزانه کې د پښتنو د مشهورو نيکونو شجرې او له پرديو يرغلګرو سره د هغو د مقابلې په باب هم ډير معلومات تر لاسه شوي دي.

پټه خزانه د هوتکيانو د تاريخ په باره کې ثقه او نوي معلومات وړاندې کوی. په تيره د شاه حسين هوتکي د دربار د شاعرانو، عالمانو او د هغه وخت دعلمي آثارو په برخه کې پټې خزانې ډيرتياره او پټ ګوټونه روښانه کړي دي. له پټې خزانې څخه د ځينو قبیلو د ژوند او د هغو د ليږديدنو په باره کې هم ځينې معلومات لاس ته راغلي دي.

له همدې کتاب څخه د پښتنو د معاشرت طرز، د ښوونې او روزنې نصاب، فرهنګي منابعاو ثقافتي ارزښتونه هم په ښه توګه استنباط کیدی شي. پټه خزانه دا واقعيت راسپړي چې د غوريانو، لوديانواو هوتکيانو په دربارنو کې پښتو ادب ته هم پاملرنه کيده او د دغو کورنيو ځينو واکمنانو، لکه امير کروړ، سلطان بهلول لودياو شاه حسين هوتک پخپله هم پښتو شعرونه ويلي دي. له پټې خزانې څخه دا خبره هم څرګنديږي چې پښتنو ښځو هم زمونږ په فرهنګي مواريثو کې ستره ونډه اخيستې ده. دا د مورخينو دنده ده چې د پټې خزانې ټول تاريخي اسناد په جلا توګه وڅيړي او د پښتنو د تاریخ په روښانه کولو کې ترې استفاده وکړي.

کلتوري ارزښت:

، لکه مخکې مو چې وويل پټه خزانه د شاه حسين هوتکي د واکمنۍ په دوره کې او د هغه په تشويق ليکل شوې ده. د شاه حسين پلار ـ حاجي ميرويس خان - د صفويانو له منګولو څخه خپله خاوره آزاده کړې وه او د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ او ملي دولت د جوړيدو د پاره ک، لکه مبارزه روانه وه.

د دغو تلاښونو په ترڅ کې د فرهنګي او کلتوري اصالت د خوندي کولو د پاره آګاهانه او شعوري مبارزه پيل شوې وه چې مرکز يې پخپله د شاه حسين هوتک دربار و. شاه محمود او شاه حسين دوه وروڼه وو چې لومړي تورې ته لاس اچولی و او دوهم قلم ته پاملرنه کړې وه. د شاه حسين هوتکي د خدمتونو په باره کې ويلی شو:

«خوش درخشيد ولی دولت مستعجل بود.» محمد هوتک د پټې خزانې مولف په دوهمه او دريمه خزانه کې دا څرګندوي چې په دې وخت کې کندهار د علم او ادب په آسمان کې ډير راڼه ستوري وځلول. هر څوک په آسانۍ سره حدس وهلی شي چې د هغه وخت په شرايطو کې محمد هوتک ولې په ادب او فرهنګ کې د اصالت او سوچه توب خوا ته مايل او راغب دی او تر ممکنه حده پورې يې خپل اثر د نورو ژبو له اغيزې څخه ليرې ساتلی دی. په پټه خزانه کې د يوه داسې ټبر د هېواد پالنې احساس څرګنديږي چې نوی په پښو دريږی او د خپل تشخيص او تبارز د پاره ګام پورته کوي. د پټې خزانې کلتوري مشخصات دا دي:

۱ ـ دا څرګنده ده چې د پښتنو قبيلوي نظام د جرګو له لارې اداره کيده. حتی د احمد شاه غوندې مقتدر پاچا به هم له قومي مشرانو سره يوځای پر فرش کښيناسته او د هغو په سلا او مشوره به يې کار کاوه. په دې ډول نظام کې ولسي مشران مجبور دي چې د خلکو رضايت په نظر کې ونيسي او هميشه له رواجي عدالت څخه کار واخلي. امير کروړ سره له دې چې د خپل زور او قورت په باره کې وياړنه وايي خو په عين زمان کې د خپل ولس او قبيلې سره د ښو تعلقاتو يادونه کوي او داسې وايي:

     خپلو وګړو لره لور پيرزوينه کوم

                                       دوی په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم

                            تل يې ودنه کوم    له ما اتل نسته

سلطان بهلول لودي هم په خپله معروفه رباعي کې د عدل او انصاف په باره کې خبرې کوي له چې وايي:

              ملک به زرغون کړم په ورکړه راسه

                                                   ګوره وريځې د داد له پاسه

             خـــول مې د عـــدل په درو روڼ دی

                                               جهان زيب مومي زما له لاسه

۲ – د دې په مقابل کې ځينو شاعرانو هم د پاچهانو او واکمنانو مدحې ويلي دي خو داسې ښکاري چې دغه مدحې له يوه اجتماعي احساس او د قوم پالنې له روحيې څخه منشا اخلي. په کوم صميميت چې مدحيه شعرونه ويل شوي دي په هغو کې د صلی او بخششونو د غوښتنې د پاره ګنجايش نه پاتې کيږي. که شاعر د واکمن په مړينه ساندې وايي نو د ده د وير او ژړا علت دا دی چې قوم د دفاعي سنګر یو توريالی سرتيری او د خلکو يو خوږ او مهربانه دوست له لاسه ورکړی دی. د مثال په توګه، د شيخ اسعد سوري د ويرنې دا څو بیتونه ولولئ:

            چې بـــــــه نجليو پــــــه نڅــــــــــا پکې خندله

                                                چـــې پـــــــه پيغلــــو کــــا اتڼ قطـــار قطــار

          هغـــه غور په وير ناتار د واکمـــــن کښينوست

                                                هغــــــه غـــور سو د جــــــــاندم غوندې سور

         سخ په تا ای محــــــــــمده د غــــــور لمــــــر وې

                                                په نړۍ بــــــــه نـــــــه وي ستا د عــــــدل سار

          ته پر ننګـــــــه وې ولاړ په ننګ کې مړ سوې

                                                هم پر ننګه دې په ننګه کا ځــــــــان جـــــــــار

          که سوري دي په تګ وير کاندي ويرمن سول

                                                 هم بـــــــــــه وياړي ستا په نــــــوم ستا په ټبار

په همدې ترتيب د ميرمن زينب ويرنه چې د شاه محمود د هوتک په مړينه يې ويلي ده د همدغې روحيې نماينده ګي کوي.

موږ د دغې سوزناکې ويرنې څخه پوازې يو بند راخلو.

لښکر سو خپور پښتون ولاړ دی آریان

په خاورو ځای کا شاه محمود عاليشان

پاتی سو تاج و تخت د ټول اصفهان

زړه یې راسوړ سو کا خوښي دښمنان

وايي پښتون اوس بې پاچــــــــا سونا

کندهـــــــــــــار واړه په ژړا ســونا

۳ ـ په هره ژبه کې عشقي شعرونه د ادب يوه عمده برخه تشکيلوي خو د مينې د څرګندولو د پاره هر ادب ځانته ټاکلی کلتوري حدود لري.

په پښتني کلتور کې له ټاکلي چوکاټ نه د باندې وتل هر چاته په ډير ګران قيمت تماميږي چې په دې قيمت کې نه يوازې د حیثيت، بلکه د سر سودا هم شامله ده. په دغسې ټولنيز چاپيريال کې چې پر نامشروعو جنسي روابطو باندې سخت بنديزونه لګيدلي دي، اکثر عشقونه رمانتيکي بڼه پيدا کوي. د پټې خزانې په اکثرو عشقي شعرونو کې د اوښکو، ژړا، فریادونواو غلبلو کاروان روان وي. حتی د سيدال خان ناصر غوندې سپه سالار هم د ليونتوب خبرې کوي:

مين په لويو غرو ځي                               سر تور په نيمو شپو ځي

ووزي له وطنه، وطن پريږدی پر چولو ځی

                                         فریادونه نارې وکا په ناورين په غلبلو ځي

نارې وهم عالمه                                  د شپې تر صبحدمه

ناتوانه د بيلتون يم یو ګړۍ نه لرمه دمه

                                      بې تا مې نفس خيژي راځه زما د زړه همدمه

البته دا يوه نمونه وه. په نورو شعرونو کې هم ډيرې اوښکې څڅيدلي دي چې پخپله شاه حسين پاچا هم ترې محروم نه دی.

د سړیو چې دا حال وي ښځې خو د عشق نوم قدری هم په خوله نشي اخيستلی او که فرضاً د عشق نوم هم واخلي هغه به مجازي نه وي، بلکه حقيقي به وي، لکه حليمه چې وايي:

       چې مجاز مې د آياز ولاړی له زړه نه

                                               سربلنده تر محمود غوندې سلطان شوم

له همدې امله د ښځو شاعران اکثر شعرونه تصوفي، مذهبي او د پند او حکمت خبرې دي.

۴- په پښتو ادب کې د حماسي اشعارو پله ډيره درنده ده. د پښتو د فولکلوري ادب دوې عمده موضوعګانې توره او مينه دي. په ليکني ادب کې هم د حماسي اشعارو برخه شته چې زياتره يې د خوشحال خان په ديوان کې ليدل کيږي. د پټې خزانې په اشعارو کې هم ځينې حماسي اشعار راغلي دي، لکه د ملکيار سندره د امير کروړ وياړنه او داسې نور.

۵ـ ميلمه پالنه د پښتنو يو بل بارز صفت دی. البته د ډوډۍ او ميلمستياوو موضوع معمولاً په شعرونو کې نه راځي او که کوم شاعر دا کار وکړي ښايي د خيټه ور شاعر په نامه شهرت ومومي. سره له دې، په پټه خزانه کې د مطایبی په بڼه يوه قصه راغلې ده او هغه داسې ده:

لطيفه

کله له کلاته ملا باز راغی او په کندهار کښې زما ميلمه شو. دستي ما چرګ حلال کا او طعام مې تيار چې دسترخوان راغی ملا باز هسې شعر ووايه:

                  پر کورو يې رمې ګرزي            د باز برخــــــــه يـــــــو چيچی دی

                  د باز ښکار وي د غرڅنو          اوس مې بس هغه سپينکی وری دی

ما زر هغه سپين وری هم حلال کا او د ميلمه ميلمستيا ته مې پوخ کا.

* تاسې وګورئ چې «انجيل» د خدای سپيڅلی کلام په دې عبارت پيل کيږي: «او په لومړي سر کې وينا وه.»

د قرآن کريم لومړی آيت دا دی:

«اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ». د شيخ سعدي بوستان په دې بيت سره شروع شوی دی:

      بنام خداوند جان آفرين              حکيم سخن بر زبان آفرين

او د شيخ بايزيد انصاري (پير روښان) خير البيان هم په دې عبارت پيل شوی دی:

«اکتب علی بداية الکتاب ... » او په پښتو کې: «وکښه په آغاز د کتاب په ښه درست حرفونو بسم الله.»

** داسې ښکاري چې محمد هوتک د شاعرانو په باره کې د «اپلاتون» يوناني فيلسوف نظر په ټوله معنا نه تعقيبوي. د محمد هوتک له خوا چې کوم شاعران په پټه خزانه کې معرفي شوي دي اکثر يې د کراماتو خاوندان دي. د «اپلاتون» په نظر شاعران ځينې ښه دي او ځينې يې بد مګر پخپله شعر آسماني عطيه ده او د شاعر له شخصيت سره مستقيمه اړه نه لري «اپلاتون» تعجب کوي چې څنګه ځينې ناپوه او عادي کسان دومره ښکلي او زړه وړونکي شعرونه ويلی شي چې حکيمان او فيلسوفان يې له ويلو څخه عاجز دي. له دې څخه «اپلاتون» دې نتيجې ته رسيږي چې شعر د الهام په توګه پر عادي خلکو باندې هم نازليدی شي. د ده په عقيده، هر ځلې چې شاعر موږ ته زړه وړونکی او ساحرانه شعرونه لولي او زموږ جذبات راپاروي نو دوی په حقيقت کې د هنر د رب النوع د ګلانو له باغ او د شاتو له فوارې څخه خپلې سندرې راټولوي او مونږ ته يې وړاندې کوي.

محمد هوتک هم شعر الهام ګڼي خو دغه الهام يوازې هغو کسانو ته کيږي چې وړ او مستحق يې وي. دا خبره د ده له سريزې او همدارنګه د لرغونو شاعرانو له ژوند پيښو (بيوګرافي) څخه په ښه توګه جوتيږي.

په «پټه خزانه» کې شاعران عادي خلک نه دي، بلکې اکثر يې د کرامت خاوندان، تاريخي اتلان او حماسه جوړونکي، يا متقي او پرهيزګاره عالمان دي.

*** د شعر د هدف او وظيفې په باب له لرغونو وختو تاوده بحثونه پيل شوي دي او ډير کتابونه پرې کښل شوي دي. محمد هوتک پدې برخه کې يو جامع نظر وړاندې کړی دی. د ده دغه مفکوره چې شعر د خوږو زړونو مرهم دی د يوناني فيلسوف «ارستو» catharsis نظريې ته ورته دی. «ارستو» وايي چې د تراژيدي په واسطه د انسان روح سپيڅلی کيږي او روحي آلام يې تسکين مومي.

۱ ـ د کندهار د محاورې سره سره ليکل شوې ده.

۲ ـ د پوهاند حبيبي په حواله، پټه خزانه، د تحشيی او تعليق برخه د اطلاعاتو او کلتور چاپ ۱۳۵۴، مخ ۲۶۵ .

۳ ـ د يوه بيت څخه يې چې وايي: « لويه خاونده ټوله ته يې» د وحدة الوجود عقیده هم څرګنديږي.

 



اعلان