د نړۍ لومړنی ۵-جي موبایل وړاندې شو

پام وړ

د نړۍ لومړنی ۵-جي موبایل وړاندې شو

715

په سویلي کوریا کې د نړۍ لومړنی ۵-جي موبایل څرګند شوی دی.
دغه موبایل ګلیکسي ایس ۱۰ ۵-جي نومېږي چې د موبایل جوړوونکي سام سنګ ملکیت دی.
د دغه موبایل بیه ۱۲ سوه ډالر ده.
د روان کال په مۍ کې به په امریکا کې دغه موبایل وړاندې شي، خو امریکایان د اپرېل له ۱۸ وروسته د دغه موبایل اخیستو له پاره غوښتنلیکونه جمع کولای شي.
د ۶.۷ انچه دغه موبایل یوه لویه ځانګړتیا د ۴۵۰۰ ایم ای ایچ بیټرۍ لرل دي.
دا بیټرۍ به د نورو سام سنګ موبایلو برعکس ژر چارجېږي.
۵-جي ټېکنالوژي له اوسنۍ ۴-جي څخه شل ځله چټکه ده.



اعلان