امریکا: ایران په عراق کې له شپږ سوو زیات امریکایي پوځیان وژلي

راپورونه

امریکا: ایران په عراق کې له شپږ سوو زیات امریکایي پوځیان وژلي

679

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي، د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو په عراق کې ۶۰۳ امریکایي پوځیان وژلي دي.
میلټري ټایمز لیکلي چې وړاندې امریکایي چارواکو دغه شمېر ۵۰۰ ښودلی و.
رسنۍ وایي، د دې مطلب دا شو چې عراق کې هر شپږم امریکایي پوځي ایران وژلی دی.
امریکایي پوځ له ۲۰۰۳ څخه ۲۰۱۱ پورې عراق کې په جګړه بوخت وو.
چارواکو ویلي چې دغه امریکایي پوځیان په بېلابېلو وسلو وژل شوي دي.
د دغو ملېشو ملاتړ د ایران سپاه پاسداران کړی.



اعلان