ناسا بستر باندې د شپېتو ورځو پرېوتو له پاره یو کس ته اتلس نیم زره ډالر ورکوي

پام وړ

ناسا بستر باندې د شپېتو ورځو پرېوتو له پاره یو کس ته اتلس نیم زره ډالر ورکوي

236

مخکې له دې چې انسانان مریخ کې ژوند غوره کړي، ساینسپوهان دا مالوموي چې هلته د اوسېدو له امله د انسان په ژوند کومې اغېزې کېږي.
دوی د دې له پاره شپېته رضا کار خلک غواړي او هر یو ته د شپېتو ورځو اتلس نیم زره ډالر ورکوي.
د خلا سفر نه یوازې دا چې ستونزمن دی بلکې له خطره هم ډک دی.
د دغه پروګرام اعلان د امریکا خلایي ادارې (ناسا) او اروپایي ادارې (ای سا) کړی دی.
دوی د دغه پروګرام له پاره څلور ویشت کسانو ته اړتیا لري. ساینسپوهان به دا هم مالوموي چې د خلا سفر څه ډول په خلا بازانو اغېز کوي.
دغه رضا کاران به جرمني ته ځي. د هر یو عمر باید د ۲۴ او ۵۵ کلونو تر منځ وي. روغتیا یې باید ښه او په جرمني ژبه باید پوه وي.
د دغې څېړنې پېل به د روان کال په سپتمبر کې وشي. د څېړنې ټول دوران ۸۹ ورځې دی.
د څېړنې شپېته ورځې مهمې دي. دغو ورځو کې به خوراک او نورې اړتیاوې په پرېوتي ډول کوي.
ټلویزیون کتل او مطالعه به هم دغه ډول وي.



اعلان