ټرمپ په افغانستان کې روانه دوه لسیزې جګړه بدمرغي بللې

راپورونه

ټرمپ په افغانستان کې روانه دوه لسیزې جګړه بدمرغي بللې

192

د امریکا ولسمشر د افغانستان جګړه، بدمرغي او مسخرې وړ بللې ده. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ناټو له عمومي سر منشي ینس سټولټبرګ سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خوشبیني ښودلې ده.
نوموړي د دې ترڅنګ په افغانستان کې د نژدې دوو لسیزو جګړه یوه بدمرغي بللې ده ښاغلي ټرمپ ویلي:" امریکا په افغانستان کې د اوسني کړکېچ د ختمولو په هدف له خپلو ملګرو سره مهم ګامونه پورته کړي دي، په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلونه جګړه چې اوس هم روانه ده بدمرغه او د مسخرې وړ ده، خو اوس په دې برخه کې مثبت ګامونه اخیستل کېږي چې پایلو ته یې په تمه یو".
په دغه ناسته کې د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سولې د روانو هڅو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.
ښاغلی سټولټنبرګ ویلي:" دا ډېره مهمه ده چې په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو او جګړې د ختمولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو له روانو هڅو څخه ملاتړ وشي او موږ له دغو هڅو څخه ملاتړ کوو".
ټرمپ پر داسې مهال په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه خوشبیني ښيي چې دغه هېواد په دې وروستیو کې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه هڅې زیاتې کړي دي.
امریکايي استازو د دغه جګړې د پای ته رسولو لپاره څو ځله له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي دي.



اعلان