پاکستان ابزرور: افغانستان ته د سیمنټو صادراتو کموالي د پنجاب فابریکې اغېزمنې کړي

راپورونه

پاکستان ابزرور: افغانستان ته د سیمنټو صادراتو کموالي د پنجاب فابریکې اغېزمنې کړي

644

پاکستان ابزرور په یو مطلب کې افغانستان ته د پاکستاني سیمنټو د صادراتو د کچې په کمېدو لیکل کړي.
مطلب وایي چې پاکستاني سیمنټو په افغانستان کې بازار له لاسه ورکړی.
رسنۍ وایي، د دې لامل دادی چې افغانستان د ایران په ګډون نورو هېوادونو ته دروازې پرانېستې چې ایران د سیمنټو ډېر تولید لري.
رسنۍ وایي چې د سیمنټو فابریکو له پاکستاني چارواکو د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.
رسنۍ د شنونکو له قوله لیکلي چې د سیمنټو د صادراتو د کموالي له امله د پښتونخوا او پنجاب فابریکي زیاتې اغېزمنې شوې دي.
دوی ویلي چې د پاکستان د روان مالي کال په لومړیو میاشتو کې صادرات ۱۶ سلنه راټیټ شوي دي.


اعلان