واده کې د سر ویښتو ښکاره کېدو پایله د ویښتو پرې کېدل

راپورونه

واده کې د سر ویښتو ښکاره کېدو پایله د ویښتو پرې کېدل

494

د پېښور مترا سیمه کې یو واده کې د یوې ښځې د سر ویښتو ښکاره کېدل د هغې د سر ویښتو په پرې کېدو تمام شوي دي.
ډان نیوز لیکلي، دغې ښځې ویلي چې د خاوند د ملګري واده ته تللې وه او ټیکری یې له سر وغورځېده چې خاوند یې ولیده او کور ته په تلو یې ووهله.
ښځې ویلي چې خاوند یې ترې د سر ویښته پرې کړي دي.
ښځې پولیسو ته په خپل شکایت کې ویلي چې خاوند یې دې ته د وژلو ګواښ هم کړی.
پېښه میاشت وړاندې شوې، خو ښځې ویلي چې د وژلو د ګواښ له امله چوپ وه.
د ښځې خاوند ملاکنډ کې په امنیتي ځواکونو کې دنده لري.
څو ورځې وړاندې د پاکستان لاهور کې یوې بلې ښځې ادعا کړې وه چې خاوند یې د ملګرو وړاندې د نه نڅا له امله وهلې او سر یې پرې خریلی دی.



اعلان