پاکستانۍ وزیرې کابل کې د امریکا سفیر ټیټکی بللی

پام وړ

پاکستانۍ وزیرې کابل کې د امریکا سفیر ټیټکی بللی

567

د پاکستان لومړي وزیر څو ورځې وړاندې افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو خبره وکړه.
د عمران خان خبرو ته نه یوازې افغان چارواکو بلکې کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم غبرګون وښود او خان ته یې وویل چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي.
که څه هم تر اوسه خان یا یې ویاند د باس خبرو ته غبرګون نه دی څرګند کړی، خو د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري بیا د جاس باس خبرو ته غبرګون ښودلی دی.
مزاري په یو ټویټ کې باس ټیټکی سړی بللی دی.
ټیټکیان یا pygmy په افریقا کې اوسېږي او د ځوانانو د ونې (قد) اندازه یې شاوخوا یو نیم متر وي.
د مزاري په خبره چې باس د افغاستان او سیمې په اړه کافي مالومات نه لري.



اعلان