داسې چارجر چې ځیرک فون په اوولس دقیقو کې چارجوي

پام وړ

داسې چارجر چې ځیرک فون په اوولس دقیقو کې چارجوي

404

یوې چینایي کمپنۍ د ځیرک موبایلونو د ژر چارجولو له پاره نوې ټېکنالوژي جوړه کړې ده.
د شیاومی کمپنۍ له لوري دغه ټېکنالوژي کولای شي چې د ځیرک موبایلونو یوه 4000mah بیټرۍ یوازې په اوولس دقیقو کې چارج کړي.
دغه ټېکنالوژي ۱۰۰ سوپر ټربو ټېکنالوژي نومېږي چې نړۍ کې د موبایلونو د چارجولو له پاره تر ټولو چټکه ټېکنالوژي ده.
وړاندې دغه ریکارډ د ۵۰ اوپو سوپر وي ټېکنالوژۍ سره و چې پنځلس دقیقو کې یې پنځوس سلنه بیټرۍ چارجوله.
شیاومی کمپنۍ خپله دغه نوې ټېکنالوجي په یوې وېبپاڼې څرګنده کړې ده.
د شیاومی کمپنۍ یو مشر بن لین ویلي چې دغه نوې ټېکنالوژي (چارجر) یوازې په پنځو دقیقو کې څلوېښت سلنه بیټرۍ چارجولای شي.
تر اوسه مالومه نه ده چې دغه چارجر به کله بازار ته وړاندې شي.



اعلان