"امریکایانو ارګ کې هغه غونډه پریښې چې محب یې ګډونوال و"

افغانستان

857

رپوټونه وایي، امریکایي چارواکو ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې هغې غونډه کې ګډون نه دی کړی چې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار حمدالله محب یې هم ګډونوال و.
سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې دغې غونډه کې د ناټو استازي هم موجود و.
امریکا وروسته له هغه له محب سره مخالفتونه پېل او د نه کتلو خبره یې وکړه چې محب امریکا کې د افغان سولې له پاره د امریکا په ځانګړي استازي سختې نیوکې وکړې.
محب ویلي وو چې زلمی خلیلزاد د افغانستان د حکومت مشروعیت تر سوال لاندې راولي او هڅه کوي چې د افغانستان وایسرای شي.
د محب څرګندونو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سخت غوسه کړ او محب یې په همدې تړاو احضار کړ.



اعلان