د عمران خان څرګندونو ته د افغانانو غبرګون

افغانستان

د عمران خان څرګندونو ته د افغانانو غبرګون

170

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د هغه هېواد لومړي وزیر پرون «دوشنبه» وویل چې مؤقت حکومت په افغانستان کې د روانې جګړې یوه حللاره کېدلی شي.

افغان چارواکو د پاکستان د لومړي وزیر غبرګون کې ویلي دا په داخلي چارو کې لاسوهنه ده.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون وايي پاکستان باید د افغانستان په اړه څرګندونه کې احتیاط وکړي او په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د امنیت شورا پخواني مشر حنیف اتمر هم دا څرګندونې غندلې دي.

سره له دې چې حنیف اتمر تېره ورځ پخپلو څرګندونو کې مؤقت حکومت یو لومړیتوب یاد کړ، خو په دې اړه د عمران خان څرګندونې يې ښکاره مداخله بللې ده.



اعلان