اروپايي ټولنه: د افغان جګړې ښکېل اړخونه دې اور بند وکړي

افغانستان

اروپايي ټولنه: د افغان جګړې ښکېل اړخونه دې اور بند وکړي

128

اروپايي ټولنه وايي، د ممکنه سولې لپاره مهمه ده، چې ترې وړاندې د جګړې ښکېل اړخونه د اوربند اعلان وکړي.

دا څرګندونې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې مشرې فیدریکا موګرینې کابل کې له ولسمشر غني سره یو ځای خبریالانو ته وکړې.

هغه چې نن کابل ته په یو لنډ سفر راغلې وه، وویل د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي او دې ته هم تیار دي چې د ضمانت په ډول په دې پروسه کې رول ولوبوي.

مېرمن موګریني زیاته کړه چې په دې پروسه کې باید شته لاسته راوړنو ته پام وشي او په خبره يې د سولې په پروسه کې د مېرمنو برخې ته هم پام پکار دی.

هغه تر دې وړاندې پاکستان ته تللې وه او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره يې هم پر دې خبرې کړې وې، چې افغانستان کې امن د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
Mir Khan



اعلان