د ګونتانامو پنځه بندیان چې اوس ور سره امریکایان د سولې خبرې کوي

افغانستان

د ګونتانامو پنځه بندیان چې اوس ور سره امریکایان د سولې خبرې کوي

534

نیویارک ټایمز د افغانستان په اړه یو مقاله خپره کړې.
مقاله کې د هغو پنځو طالبانو په اړه خبرې شوي چې یو مهال امریکا په ګونتانامو زندان کې بندیان کړي وو، خو اوس امریکا سره په د خبرو مېز کې ناست دي.
امریکا دغه طالبان ترهګر بلل، خو اوس قطر کې د طالب مذاکراتي ټیم غړي دي او له افغانستانه د امریکا په وتلو خبرې کوي.

له دغو ډلې یو یې ملا خېرالله خېرخوا دی. خېرخوا ویلي، ګونتانامو کې یې فکر کاوه چې په بې انصافۍ راوستل شوي او خوشې به شي.
دغه طالبان دیارلس کاله ګونتانامو کې وو.
خېرخوا زیاتوي، فکر یې نه و چې یو ورځ به له امریکا سره خبرې وي او یو خوا به دوی او بل خوا امریکایان ناست وي.
دوی په ۲۰۱۴ کې د بو برګډال په بدل کې امریکایانو خوشې کړل.
برګډال یوازینی امریکایي پوځي و چې طالبانو جګړه کې نیولی و.
خېرخوا د طالب واکمنۍ پر مهال والي او د کورنیو چارو سرپرست وزیر و.
عبدالحق وثیق د استخباراتو مرستیال و.
درېیم په کې ملا فضل مظلوم دی چې مشهور طالب قومندان دی.
دوی کې یو ملا نورالله نوري او پنځم یې محمد نبي عمري دی.



اعلان