عمران خان موقت حکومت د افغانستان د روانې مسلې حل بولي

افغانستان

عمران خان موقت حکومت د افغانستان د روانې مسلې حل بولي

230

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د روان بحران د حل له پاره موقت حکومت یوه احتمالي حللاره بولي.
پاکستانۍ ټرېبیون لیکلي چې عمران خان دا خبره د دوشنبې په ورځ کړې ده.
عمران خان افغان حکومت د سولې خبرو کې په بن بست راوستو تورن کړی دی.
خو ولسمشر محمد اشرف غني بیا په ځلونو ویلي چې موقت حکومت ورته د منلو نه دی.
عمران خان وړاندې په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د جوړېدو خبره کړې وه چې افغان حکومت یې کابل کې استازی احضار کړ او احتجاج یې ورته وکړ.



اعلان