هند افغانستان ته څلور چورلکې ورکوي

افغانستان

هند افغانستان ته څلور چورلکې ورکوي

1126

هندي رسنیو لیکلي چې هند به افغانستان ته د روان کال جولای پورې څلور چورلکې وسپاري.
هندوستان ټایمز لیکلي چې تمه کېږي له دغو به دوه اپرېل او پاتې دوه به جولای کې اففانستان ته ورکړل شي.
دا دویم ځل دی چې هند له افغانستان سره په نظامي برخه کې ته مرسته کوي.
وړاندې یې هم څلور چورلکې په ۲۰۱۵-۱۶ کې افغان هوایي ځواک ته ورکړې وې.
د رسنۍ په باور، دا د هند په دریځ کې پام وړ بدلون ځکه دی چې وړاندې پوځي مرستې نه کولې.



اعلان