دوه اوونیو کې درې ولایتونو کې ۱۵۰ سرتېري وژل شوي دي

راپورونه

دوه اوونیو کې درې ولایتونو کې ۱۵۰ سرتېري وژل شوي دي

484

د فاریاب، بادغیس او هلمند ولایتي چارواکي وایي چې د مارچ له یوولسمې تر پنځه ویشتمې پورې دغو ولایتونو کې لږ تر لږه یو سل او پنځوس حکومتي عسکر وژل شوي دي.
طلوع نیوز د هلمند د ولایتي چارواکو له خولې لیکلي چې یوازې تېرو څلورو ورځو کې نهه څلوېښت عسکر وژل شوي دي.
طالبانو بیا له شپېتو د زیاتو عسکرو د وژلو ادعا کړې ده.
هلمند درې شپېته عسکر نور ټپیان شوي دي.
فاریاب او بادغیس کې هم ګڼ عسکر وژل شوي دي.
د بادغیس چارواکو ویلي چې تېرو دوه اوونیو کې دغه ولایت کې اووه پنځوس عسکر وژل شوي دي.
د هېواد شمال کې فاریاب او بادغیس له ډېر ناامنو ولایتونو ګڼل کېږي.



اعلان