اتمر: د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته دې چارې سرپرست حکومت ته وسپارل شي

افغانستان

اتمر: د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته دې چارې سرپرست حکومت ته وسپارل شي

370

د ولسمشر محمد اشرف غني پخواني سلاکار او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کاندید محمد حنیف اتمر یو ځل بیا د سرپرست حکومت غوښتنه کړې ده.
اتمر چې له خپل یو مرستیال سره نن بلخ ته تللی، یوې غونډې ته یې ویلي چې د جوزا په لومړۍ نېټه حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکوي او باید سرپرست حکومت ته چارې وسپارل شي.
بل خوا، د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي بیا په خپل فېسبوک کې دغه غونډه ټاکنیز کمپاین بللی.



اعلان