د سولې کلمه د يوه سمبول په توگه د افغان سندر غاړو ترمنځ دوديږي

افغانستان

د سولې کلمه د يوه سمبول په توگه د افغان سندر غاړو ترمنځ دوديږي

216

مشهورې افغان سندرغاړې نغمه شاپيرۍ له امريکا غږ سره په يوه مرکه کې ويلي چې راتلونکې کال کې به د سولې په اړه سندرې وايم.

بل خوا د نغمې د خوسر لخوا د جوړشوي تنظيم او سنى مشر مولوي قلم الدين هم د سولې لپاره د مسکو په غونډه کې گډون کړى و او ويل کيږي چې د قطر په راتلونلکې بين الافغاني غونډه کې به هم د اغلې نغمې يو ليور(د خاوند ورور) گډون وکړي.
په افغانستان کې دا مهال سوله په يوه ټولنيز سمبول بدل شوې. د سولې کلمه د ځينې نويو تاسيس شويو گوندونو د نامه برخه هم گرځيدلې آن تردې چې په لويو لارو د تيلو په پمونو او په ښارونوکې پرځينې تجارتي مرکزونو هم د سولې نومونه ايښودل شوي خو د رښتيني او غيرتجارتي سولې د کار او زيار لپاره لاهم ډيرکم خلگ بوخت دي.



اعلان