"اسلام چې څه ویل هماغه مې وکړل"

راپورونه

2757

یوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د نوي زیلنډ لومړۍ وزیرې ته یو مسلمان ځوان د اسلام بلنه ورکوي.
جیسنډا ارډن د دغه ځوان د بلنې په ځواب کې وایي، اسلام د انسانیت درس ورکوي او فکر کوم څه چې اسلام ویل، نو ما هماغه وکړل.
دواړه لوري په خندا او خوشالۍ خبرې کوي.
ځوان د مسلمانانو له وژلو وروسته د لومړۍ وزیرې له چلند څخه مننه کوي.
د روانې مارچ میاشتې په ۱۴ د نوي زیلنډ په کرایسټ چرچ کې دوه جوماتونو باندې برید کې پنځوس مسلمانان ووژل شول.
له برید وروسته د نوي زیلنډ حکومت او عامو وګړو له مسلمانانو سره بې سارې خواخوږي څرګنده کړه.



اعلان