د کلاشینکوف ډرون

پام وړ

د کلاشینکوف ډرون

803

یوې روسي کمپنۍ د خپلې نوې جوړېدونکې وسلې تصویرونه خپاره کړي دي.
دغه وسله (ډرون) چې مشهور AK-47 کلاشینکوف ته ورته ده، لکه د ډرون الوتکې په څېر الوزي.
د وسلې جوړولو کمپنۍ الماز اینټی نومېږي. په لومړي ځل د ۲۰۱۸ په فبرورۍ کې د دغسې یوې وسلې د جوړولو خبره شوې وه.
دغه وسله کولای شي چې په اسانۍ خپل هدف ښکار کړي.
په اتیایمو زیږدي کلونو کې د افغان-شوروي جګړې پر مهال شوروي کلاشینکوف ډېر کارېدل.



اعلان