رحیمي: ټول هېواد کې مو د غېر مسوولو وسله والو د نیولو امر کړی

افغانستان

رحیمي: ټول هېواد کې مو د غېر مسوولو وسله والو د نیولو امر کړی

555

د کورنیو چارو وزارت وایي، ټول هېواد کې یې د غېر مسوولو وسله والو د نیولو امر صادر کړی دی.
دا خبره اریانا نیوز د کورنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې لیکلې.
پرون سهار د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې غېر مسوولو وسله والو دوه دوکانداران ووژل او پېسې یې ترې یوړې.
د کابل په ګډون د ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکي له غېر مسوولو وسله والو سر ټکوي.
وروستیو کې کابل ښار کې ګڼ کسان د غلا او لوټمار په جرم نیول شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې وویل چې درې میاشتو کې به د کابل ټول غېر مسوول وسله وال ختم شي.



اعلان