فراه کې تېر یو کال کې زر پولیس وژل شوي

افغانستان

فراه کې تېر یو کال کې زر پولیس وژل شوي

160

د فراه چارواکي وایي، تېر هجري لمریز کال کې دغه ولایت کې زر پولیس وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
طلوع نیوز د چارواکو له قوله لیکلي چې طالبانو لسګونه پوستې نیولي.
د فراه د پولیسو مشر رحمت الله صدیقي ویلي، تاسو وګورئ چې یوازې فراه کې څومره انسانان تلف شوي دي.
خو اوس چارواکو ویلي چې وروستیو کې فراه کې وضعیت ښه شوی دی.
طالبانو موده وړاندې د ولایت په مرکز برید کړی و چې یو شمېر دولتي ودانۍ یې نیولې وې او ډېرو کسانو ته په کې مرګ-ژوبله اوښتې وه.



اعلان