حکومت د خالد په نوم عملیات اعلان کړي، طالبان یې ښایي اعلان نه کړي

افغانستان

حکومت د خالد په نوم عملیات اعلان کړي، طالبان یې ښایي اعلان نه کړي

637

افغان دولت څو ورځې وړاندې د طالبانو پر ضد د خالد په نوم پسرلني پوځي عملیات اعلان کړل.
چارواکو جګړه کې د نورو نویو پلانونو خبر هم ورکړی دی.
د سپوتنیک په ګډون ځینو رسنیو د طالبانو د فرهنګي کمېټې د یو غړي له قوله لیکلي چې طالبان به سږ کال پسرلني عملیات اعلان نه کړي.
دغې سرچینې نه دي ویلي چې ایا دغه پرېکړه قطر کې له روانو خبرو اړیکه لري که نه.
تمه کېږي چې قطر کې به د طالب-امریکا د خبرو شپږم پړاو ژر پېل شي.



اعلان