"ملا عمر ته ویل شوي وو چې پاکستان کې به ښه ژوند ولرې، هغه پاکستان ته له تګ انکار کړی و"

راپورونه

1888

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد په اړه د کتاب لیکونکې بيټي ډام له الجزیرې سره مرکه کړې.
ډام په دې مرکه کې د خپل کتاب لیکلو په میتودولجۍ هم خبرې کړي.
ډام چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په اړه یې هم کتاب لیکلی، وایي چې له ۲۰۰۶ څخه یې د افغانستان په اړه رپوټونه ورکول، افغانستان کې اوسېدلې او له ډېر خلکو سره یې اړیکې جوړې دي.
"غوښتل مې چې دغه له رمزونو ډک سړی وپېژنم."
نوموړې وایي، طالبانو د ملا عمر په اړه مرکې کولې، خو له ۲۰۰۱ وروسته یې د هغه د ژوند په اړه څه نه ویل.
"طالبانو د ملا عمر مړینه پټوله."
هغه وایي، له یوې طالب سرچینې سره یې لس ځله په کندهار کې د هغه په خپل کور کې خبرې کړي. هغه ورته ویلي وو چې "زابل ته ګوره."
"ما د هغه په خبرو باور نه درلود، ما فکر کاوه چې ملا عمر به پاکستان کې وي."
ډام وایي، د ملا عمر په اړه د امریکایي استخباراتو مالومات هغومره وو، څومره چې په ویکیپیډیا موندل کېږي.
"امریکایان نه پوهېدل چې ملا له دوه کلونو راهیسې مړ شوی."
ډام وایي، ملا عمر د پاکستان مرسته منلې وه، خو اسلام اباد ورته سیاسي لارښوونه نه کوله.
"هغه د پاکستان لاسپوڅی نه و."
هغه لیکي، د ملا عمر له مړینې وروسته ډېرو ومنله چې قبر یې په زابل کې دی.
لیکوالې د طالب مشر جبار عمري په اړه هم خبرې کړې. عمري د ملا عمر ساتونکی و چې ډام ته یې د ملا عمر په اړه ډېر مالومات ورکړي.
ډام وایي، ملا عمر ته ویل شوي وو چې که پاکستان ته لاړ شي، نو ښه ژوند به ولري، خو هغه پاکستان ته تلل رد کړل.
ډام د هالېنډ اوسېدونکې ده چې کتاب به یې ژر په انګلیسي او نورو ژبو خپور شي.
لیکوالې په خپل کتاب کې د افغان او امریکایي استخباراتو، سیاستوالو او چارواکو ټولې هغه خبرې رد کړي چې ادعا کوي، ملا عمر پاکستان کې ژوند کاوه.



اعلان