پدرام: اشرف غني د مسعود له ملي قهرمانۍ انکار کړی

افغانستان

پدرام: اشرف غني د مسعود له ملي قهرمانۍ انکار کړی

1635

نن د بلخ په مرکز مزار شریف کې د نوي کال د نمانځلو لویه غونډه جوړه شوې وه چې ولسمشر محمد اشرف غني هم ورته وینا وکړه.
ولسمشر په خپلو خبرو کې د افغانستان پخوانی پاچا امان الله خان د افغانستان ملي اتل یاد کړ.
ولسمشر دا هم وویل چې د هغه په لاس جوړې شوې ویجاړې ودانۍ به سږ کال کې روغې پرانېزي.
د ولسمشر دغو څرګندونو ته د پارلمان یو پخواني غړي او د افغانستان د فدرالي کولو غوښتونکي عبدالطیف پدرام په غبرګون کې ویلي چې پر امان الله خان د اشرف غني له ټینګار سره غني د احمد شاه مسعود له ملي اتلولۍ انکار وکړ.
مسعود د شمال ټلوالې پخوانی مشر و چې شوروي ضد جګړه کې یې برخه اخیستې وه او د برهان الدین رباني په مشرۍ د جهادیانو د متنازع حکومت د دفاع وزیر و.
د کابل جګړو کې د امان الله خان له لوري جوړو شویو ودانیو ته سخت زیات واوښت چې ولسمشر غني یې د بیا رغولو چارې پېل کړې.
ولسمشر وړاندې هم څو ځله امان الله خان د افغانستان ملي اتل بللی.
مسعود په ۲۰۰۱ کې ووژل شو چې وروسته د حامد کرزي په مشرۍ حکومت ورته د ملي اتل لقب ورکړ.
خو د مسعود دغه لقب ټول لوري نه مني.
په خپله د ولسمشر په اړه هم ویل کېږي چې تر اوسه یې مسعود ته د ملي اتل لقب نه دی کارولی.



اعلان