بوش: د هېوادونو د پولو باید درناوی وشي

راپورونه

بوش: د هېوادونو د پولو باید درناوی وشي

330

د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش ویلي، د هېوادونو د پولو باید درناوی وشي.
بوش ویلي، پولې خیالي کرښې نه دي او باید چې درناوی ورته وشي.
د بوش دغو خبرو ته په ټوېټر سخت غبرګونونه ښودل شوي دي.
ګڼو ټوېټر کارنو د بوش د واکمنۍ پر مهال ده ته د نورو هېوادونو د بمبارولو او برید کولو خبره یاده کړې.
بوش په ۲۰۰۱ کې په داسې حال کې په افغانستان برید وکړ چې طالب مشرانو ور سره د مطلوب اسامه بن لادن پر سر خبرو ته چمتووالی ښودلی و.
دغه راز د بوش ادارې په عراق، صومالیې او پاکستان دننه بریدونه وکړل.
د ار ټي رپوټ کې ویل شوي، باور دادی چې د بوش ادارې په یمن او فلپین هم ډرون بریدونه کړي دي.
یو ټوېټر کارن لیکلي، ایا عراقیان به د بوش د پولو د درناوي خبره ومني.



اعلان